امریکا کې د پاکستان د سفیر لخوا د ۲۰۲۲ کال د مارچ د ۷مې نیټې د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی لیک هیڅکله هم نه وو افشا کړل شوی.

0
72

اسلام اباد: سرچینې وايي چې په امریکا کې د پاکستان د سفیر لخوا د ۲۰۲۲ کال د مارچ د ۷مې نیټې د بهرنیو چارو وزارت ته استول شوی لیک هیڅکله هم نه وو افشا کړل شوی.

پي ټي آی او د هغې قانوني ټیم ادعا کوي چې دا سیفر ډي کلاسیغایی کړل شوی وو، د ایف آی اې ټیم چې د سیفر قضیه څیړي او د کابینې د غونډو ریکارډونه معاینه کوي وایی چې دا سایفر کله هم افشا شوې نه وو ، دا خبره په ډاګه شوې چې د عمران خان د حکومت په وروستيو ورځو کې هم په يو شمېر غونډو کې د سيفران د ختمولو خبرې شوې وې خو اجازه نه وه ورکړل شوې. د کابینې دغه غونډه هغه مهال شوې وه چې عمران خان په یوه جلسه کې د سیفر یوه کاپي وښودله.

دا معلومه شوه چې د بهرنیو چارو وزارت د سایفر له اعلان سره سخت مخالفت کړی. دغه موضوع د قانون وزارت ته هم راجع شوې وه. سرچینه زیاتوي، چې د قانون وزارت هم د دغه محرم سند له خپرېدو سره مخالفت کړی. خو وروسته کابينې د سيفر کاپي يوازې صدر، چيف جسټس آف پاکستان، د قامي اسمبلۍ سپيکر او د سېنېټ چيئرمېن ته د ورکولو منظوري ورکړه.

خو د پي ټي ائي او د هغې قانوني ټيم ټينګار کوي چې دغه سيفر د ټولې کابينې لخوا بې اساسه ګرځول شوى او له دې امله په سيفر کې موجود معلومات “خفيه” نه شي بلل کيداى، نو ځکه د پي ټي ائي د چيئرمېن دا بيان په کمره کې د مقدمې په توګه جواز نه لري. جعلي او جوړ شوی. کله چې په دې اړه د سیفر په قضیه کې د لوی څارنوال او د څارنوالۍ د ټیم مشر شاه خاور سره اړیکه ونیول شوه، هغه وویل چې دا سیفر هیڅکله نه دی افشا شوی او نه د کابینې لخوا داسې کومه پریکړه وشوه.

Leave a reply