د پاکستان تحریک انصاف ګوند د انټرا پارټيز انتخاباتو په اړه د اليکشن کميشن فيصله چيلنج کولو اعلان کړی دی
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د انټرا پارټيز انتخاباتو په اړه د اليکشن کميشن فيصله چيلنج کولو اعلان کړی دی.
د پي ټي آئي وکيل بيرسټر ګوهر وويل د بيټ نښه به د پي ټي آئي سره پاتې شي۔دتحريک انصاف وياند وويل کور کميټۍ به دپارټۍ دانتخاباتو اړوند دعملي پلان په رڼا کې دچيئرمين دحکمونو په رڼا کې فيصله کوي.
بل لوري ته دتحريک انصاف سينئر مشر حامد خان وئيلي دي چې دا مهال دپارټي قيادت اؤ کارکنان په جيلونو کې دي او يا پټ دي نو په دغه شرايطو کې دپارټي انتخابات کول ګران دي.ده ووئيل د الېكشن كمېشن پرېكړه درسته نه ده٬ چيئرمېن به د پي ټي آئي په پارټي اليکشن كښې د ګډون په اړه غور كوي۔
ياده دي وي چي تيره ورځ اليکشن کميشن د پي ټي آئي انټرا پارټيز اليکشن مسترد کړي وو او په شل ورځو کښي د انټرا پارټيز انتخاباتو کولو هدايات کړي وو۔
اليکشن کميشن په خپله فيصله کښې وئيلي دي چې د پي ټي آئي انټرا پارټيز انتخابات شفاف نه وو او دا قسمه انتخابات د منلو نه دي۔