سېنېټ د پوځ په قانون کې د بدلون په اړه د سترې محکمې د پرېکړې پر ضد قرارداد منظور کړ.
باغي ټي وی رپورټ
د سترې محکمې د پرېکړې په ضد قرارداد د سېنېټر دلاور خان لخوا ايوان کې وړاندې شو، سېنېټ د سترې محکمې د پرېکړې په ضد قرارداد په اکثريت رايو منظور کړ.
سناتور رضا رباني او سناتور مشتاق احمد د قرارداد مخالفت وکړ.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د سترې محکمې پرېکړه د قانون د بيا ليکلو هڅه ده، د سترې محکمې پرېکړه د پارلمان مقننه واک تر اغېز لاندې راوستلو هڅه ده، د پاکستان پر پوځ د بريد کوونکو پر ضد د پوځ د قانون له مخې محاکمه کېږي. په دولت کې د پوځ د قانون لاندې محاکمې د هغو کسانو په وړاندې چې په بغاوت، اور وژنې او تاوتریخوالی تورن دي د داسې پیښو مخه نیسي.
په پرېکړه ليک کې ويل شوي چې سېنېټ د شهيدانو له کورنيو سره ولاړ دی، د شهيدانو کورنيو په پرېکړه ليک کې د بې باورۍ او خيانت احساسات څرګند کړي دي، د دې وېره شته چې د پوځي عدالتونو له خوا د محاکمې په نه کېدو سره به ترهګري هڅول کېږي. پوځي عدالتونو د ترهګرۍ په ختمولو کې مهم رول لوبولی دی.
د سېنېټ لخوا پاس شوي قرارداد كښې وئيلي شوي چې سترې محكمې د پوځي عدالتونو لخوا وركړې شوې سزاګانو كښې د بې عدالتۍ خيال نه دې ساتلې٬ سترې محكمې په فېصله كښې د مركزي طرز عمل د خپلولو مسله په نظر كښې نه ده نيولې۔ د پوځي عدالتونو د سزاګانو خلاف پوځي عدالتونه، د پوځ مشر او صدر په وړاندې د اپيل موضوع په پام کې نه ده نيول شوې، د پوځي عدالتونو د سزاګانو په ضد په سترو محکمو کې د درخواستونو موضوع هم په پام کې نه ده نيول شوې. د پوځ په قانون کې د اساسي قانون د 10A مادې لاندې د شفافې محاکمې حق، د پوځ په قانون کې د قانون اړونده مادې د محاکمې په جریان کې د اساسي قانون څخه سرغړونه نه کوي.
قرارداد کې غوښتنه شوې چې تر هغې دې په دې پرېکړه عمل نه کېږي، تر څو چې لوی بنچ پرې غور نه وي کړی، د بنچ پرېکړه متفقه نه وه، د عدالتونو پر ضد پرېکړه ترهګرۍ ته وده ورکوي، د نهم مې په پېښه کې ککړ کسان دې په پوځي عدالتونو کې محاکمه شي. پارلمان پوځي عدالتونو ته اجازه ورکړې وه، دا پرېکړه د پارلمان په واک کې لاسوهنه ده.
د پيپلز پارټۍ سينيټر رضا رباني او د جماعت اسلامي سينيټر مشتاق احمد د قرهداد په ضد احتجاجونه کړي دي.
سېنېټر مشتاق احمد ووئيل چې دا رولز بلډوز كړے شو، مونږ پرې احتجاج كوو