لنډي کوتل تحصیل کښې د یو سرکاري ښوونځي ښځینه زده کوونکو د تعلیم په میدان کښې یو ځانګړې مقام ترلاسه کړې، د دولسم ټولګي په کلیز امتحان کښې جونو د ۵۰۰ نه زیاتې نمبرې اخستي دي

د پخواني ایم پي اې شفیق شیر افریدي د هڅو په وجه لنډي کوتل کښې ښځینه ډګری کالج منظور شوې او زده کړې هم پیل شوي دي: شاه خالد شینواري، لنډي کوتل تحصیل چیرمین
0
1023

نصیب شاه شینواري
زه غواړم چې زما نارینه بچو سره سره ښځینه بچي هم ښې زده کړې وکړي،تعلیم حاصل کړي چې د قوم او ملک په ترقۍ کښې برخه واخلي، په ډیروکمو وسایلو او د مالي ستونزې پرته مې په خپله لور سبق ویلې دي،لسم ټولګي امتحان هم زما لور شمایله بی بي په ښو نمبر پاس کړې دې.

دا خبرې رسنیو سره د لنډي کوتل یو ځایی اوسیدونکي،فرمان الله شینواري وکړې، فرمان الله شینواري په خپله هم ښوونکې(استاذ) دې،هغه غواړي چې خپله لور باندې لوړې زده کړې وکړي خو مالي ستونزې ی داسې دي چې ښکاري هغه به و نه شي کولې چې د دولسم ټولکي پس خپله لور د پیښور په پوهنتون کښې داخله کړې ځکه چې په لنډي کوتل کښې په رسمي ډول کوم سرکاري ودانۍ کښې د ښځینه زده کوونکو لپاره ډګري کالج شتون نه لري. هغه وایی چې لور شمایله بی بي د دولسم ټولګي اول کال امتحان کښې دریم پوزیشن ترلاسه کړې او ۵۳۴ نمبر ی اخستې دي چې دا د لنډي کوتل یو اوسیدونکي او پلار لپاره د لوی ویاړ خبره ده.
نوموړي اوویل چې د ښځو تعلیم د یوې معاشرې ،قوم او ملک لپاره ډیر ضروري دې،هغوی اوویل چې تعلیم یو داسې وسیله ده چې هم دې میدان کښې پرمختګ په وجه بیا هیوادونو او قامونو د ژوند په نورو میدانونو کښې پرمختګ کوي .
هغوی زیاته کړه چې نن که مونږ د نړۍ په هغه هیوادونونظر واچوو چې پرمختګ ی کړې نو مونږ وینو چې دې هیوادونو او قامونو د تعلیم په حاصلولو پرمختګ کړې او نن د نړۍ په نورو هیوادونو اوچت دي.
هغه وایی چې د لنډي کوتل زیات شمیر خلق غریب دي او دوی هم دې غریبۍ او مالي ستونزو له وجهې نه شی کولې چې خپلې جونه د لوړو زده کړو لپاره د لنډي کوتل تحصیل څخه باهر د ملک بل ښار ته ولیږي. هغه غوښتنه وکړه چې په لنډي کوتل کښې یواځینې د جونو هایرسیکنډري سکول ته دې د پوسټ ګریجویټ کالج درجه ورکړې شی چې ددې ځای ښځينه زده کوونکې هم وکولې شی چې په لنډي کوتل کښې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.
د ګورنمنټ هاییر سیکنډري سکول لنډي کوتل سرچینو ترمخه په دې سکول کښې خو د بعضې مضمونونو استاذانې ټاکل شوي خو دولسم ټولګي لپاره د فیزکس ،اردو او انګریزۍ ژبې ښځینه ښوونکو ته ډیر ضرورت لري او ددې ښوونکو څوکۍ خالي دي.
سرچینو دا هم ویلي دي چې ددې ښوونځي د نهم او لسم ټولګي لپاره د کیمسټري او بیالوژي ښځینه استاذانې هم شتون نه لري چې ددې سکول ښځینه زده کوونکو زده کړې ی بدې اغیزمن کړې دي.
سږکل د دولسم ټولګي د لومړي کال په امتحان کښې ۴۴ ښځینه زده کوونکو برخه اخستې وه چې ټولې زده کوونکي په امتحان کښې په ښو نمبرو سره پاس شوي دي چې دا د لنډي کوتل په تاریخ کښې یو لوی د خوشحالۍ او تعلیمي میدان کښې یو لوی پرمختګ دې.
د سرچینو ترمخه اووه داسې ښځینه زده کوونکي دي چې دوی د ۵۰۰ پینځه سوه څخه زیاتې نمبرې اخستي دي.
ددې سکول هجره ۵۶۶ نمبرو ترلاسه کولو سره اول، عایشه ۵۶۰ نمبرو سره دویم پوزیشن او د فرمان الله شینواري لور شمایله بی بی ۵۳۴ نمبرو اخستلو سره دریم پوزیشن ترلاسه کړو، ددې جونو پلاران او د خاندان نور غړي د خپلو ښځینه زده کوونکو په دې بریا ډیر خوشحاله دي او په خپلو لورانو ویاړ کوي.
د شمایله بي بي پلار فرمان لله شینواري د تعلیم محکمې لوړپوړه چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په دې سکول کښې د کیمسټرۍ،فیزکس،بیالوژۍ او انګزیزۍ ژبې ښځینه استاذانې وټاکل شی چې ددې سیمې ښځینه زده کوونکې هم لوړې زده کړې وکړي او د قوم او ملک په پرمختګ کښې برخه واخلي.

ددې ښوونځي سرچینو څخه رسنیو ته دا هم معلومه شوې چې ددې سکول په ساینس لیبارټرۍ کښې هم د ضروري ساینسي آلاتو کمې دي چې له وجهې ی د ښځینه زده کوونکو زده کړې بدې اغیزمنې کیږي .

د ویکیپیډیا آن لاین ویب پانړې له مخې په قبایلي سیمو کښې د کال ۲۰۰۷ د شمیرنې مطابق ضلع خیبر د ټولو قبایلي سیمو تر ټولو سواد لرونکې(لیک لوست کوونکو) سیمه ده، چې د سواد کچه یې ۳۴.۲٪ ده.
د پاکستان سرکاري ویب پانړې


د معلوماتو له مخې د تحصیل لنډي کوتل ټوله آبادي لاندې ورکړل شوې ده.

ددې ویب پانړې ترمخه د لنډي کوتل ټوله آبادې ۲۷۳۰۵۲، دوه لکه دري اویا زره او دوه پنځوس ده، په دې کښې د ښځینه شمیره ۱۳۱۰۸۸ ده.
که وکتل شی نو دومره زیاتې آبادې لپاره په دې سیمه کښې یو پوسټ ګریجویټ کالج یا ډګري کالج هم شتون نه لري چې له وجهې ی ددې سیمې ښځینه زده کوونکي د لسم او دولسم ټولګي څخه وړاندې لوړې زده کړې نه شي کولې او دوی مجبوره شی چې خپل زده کړې پریږدي.
د ښځینه تعلیمي شرح په قبایلي سیمو کښې ډیره کمه ده او هم دا وجه ده چې دا علاقې په تعلیم او د پرمختګ په نورو میدانونو کښې ډیرې روستوپاتې شوې دي.
په داسې وخت کښې چې قبایلي سیمو کښې د ښځو تعلیمي شرح ډیره کمه ده د ضلع خیبر هیډکوارټر لنډی کوتل کښې د جینکو هایر سیکنډری سکول ښځینه زده کوونکو په کلیز امتحان کښې ډیرې ښې نمبرې اخستې دي او دا ی ثابته کړې ده چې د لنډي کوتل سیمې په ښځینه زده کوونکو کښې هم د کمو تعلیمي وسایلو پرته دا صلاحیت شته چې لوړې زده کړې وکړي او دې جونو دا ثابته کړې ده چې دوی هم د تعلیم په میدان کښې د چا نه روستو نه دي .
ځایی اولس، مشران او د خیر ښیګړې تنظیمونو مشرانو دا غوښتنه کوي چې د لنډي کوتل ښځینه زده کوونکو ګورنمنټ هایر سیکنډري سکول له دې د پوسټ ګریجویټ کالج درجه ورکړل شی چې ددې سیمې جینکې هم په خپله سیمه کښې لوړې زده کړې ترسره کړي.
ځایی سرچینې وایی چې د لنډی کوتل په خیبر سیمه نیکي خیل،پایند خیل کښې د یو سرکاري ډګري کالج پرانسته شوې ده او یو شمیر ځایی ښځینه زده کوونکې په دې کالج کښې لوړې زده کړې پیل کړي دی خو بیا ځایی خلق او پلاران وایی چې ددې کالج ودانۍ په یو شخصي قلعه کښې ده او حکومتي چارواکي باید زر تر زر دې کالج لپاره خپله ودانې جوړه کړي چې ددې ځای جونه هم په آزاده او آرامه فضا کښې لوړې زده کړي ترسره کړي.
کله مو چې ددې کالج په اړه د لنډي کوتل تحصیل کونسل چیرمین شاه خالد شینواري سره اړیکه ونیوه نو هغه اوویل چې ددې کالج په منظورولو کښې د پی کې ۱۰۵ پخواني ایم پی اې شفیق شیر افریدی خپل رول لوبولې دې او د ښځینه زده لوړو زده کړو لپاره ی دا کالج د حکومت څخه منظور کړې دې.
نوموړې اوویل چې دې کالج په لنډي کوتل کښې منظورولو په اړه چیف پلاننګ افسر خدای بخښلي محمد اسلام هڅې او د سیکرټري هایرایجوکیشن داود رول لوبولې او هغوی د مرستې په وجه دا کالج دلته منظور شوې او زده کړې پکښې پیل شوي دي.
نوموړي اوویل چې دې کالج لپاره ۲۰ کناله زمکه د خدای بخښلي حاجی ایوب افریدی کلي سره اخستل شوې ده، وس دستي د مرحوم حاجي ایوب افریدي په کلي کښې عارضی بنیاد باندې په یوه ودانۍ کښې زده کړې دوام لري، هغوی زیاته کړه چې په دې ډګري کالج کښې ښځینه استاذانې په عارضي بنیادونو اخستل شوی دي او چې کله ددې ودانۍ لپاره فنډ منظور شی نو بیا به ددې کالج لپاره یو رسمي لویه ودانۍ جوړه کړې شي.

…………………………………………………

Leave a reply