پخواني وفاقی وزیر شیخ رشید ویلي دي چې ترڅو ژوندې یم نو د عمران خان ملاتړ به کووم

0
63

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد وئيلي دي چې په سياست کښې د مداخلت نه کولو د پوځ فيصله د هرکلي وړ ده۔

لاهور کې د خبري غونډې په مهال شیخ رشید د کورنیو چارو وفاقي وزیر ته خبرداری ورکړ چې اسلام اباد د هیچا د پلار ملکیت نه دی.
هغه وويل دا حکومت غل دى، دا هغه څه دي چې په ملک کې اصل فساد غواړي، د عمران خان په ضد 13 ګوندونه هم په يواځې ځان نه شي جنګېدلى، دا چې حالات به هېواد مخ په وړاندې بوځي، هيڅ وينه نه تويېږي.

پخواني وزير وويل چې اوس وروستى پړاو پيل شوى، د نومبر تر ٣٠مې به ختم شي، پوځ زموږ دى، عزت يې غواړو، پوځ په خلکو ډزې نه شي کولى.
شیخ رشید اوویل چې زه نه نواز شریف یم، نه شهباز شریف او نه اصف زرداري، هغه زیاته کړه چې زه له ناروغۍ نه تښتم، قومي او نسلي یم، شیخ زیاته کړه چې تر څو چې ژوندی یم د عمران خان ملاتړ به کوم.
…..
نور خبرونه

عمران خان چې واک ترلاسه کړو نو بیا خپلو نزدې ملګرو سره هم سترګې بدلې کړې: وفاقي وزیراطلاعات، مریم اورنګزیب

لاهور کښې ایف آیی اې د یو شخصي ټي وي چینل یو اینکر د بینک څخه په جعلۍ سازې پور اخستلو په تور نیولې دې

د مسلم لیګ ق مشر چوهدري شجاعت حسین وایی چې د پنجاب وزیراعلی په توګه امن او قانوني برقرار ساتلو ذمه واري د پرویز الهي ده

د پاکستان وزیردفاع خواجه آصف ویلي دي چې په اساسي قانون کې چیرته لیکل شوي چې د دندې د غځولو وړاندیز دې وشی او غوښتنې دې اومنل شي

Leave a reply