د پاکستان وزیردفاع خواجه آصف ویلي دي چې په اساسي قانون کې چیرته لیکل شوي چې د دندې د غځولو وړاندیز دې وشی او غوښتنې دې اومنل شي

0
61

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان د دفاع وزیر او د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر خواجه اصف ویلي دي چې په اساسي قانون کې دا چیرته لیکل شوي چې د فوځ سرلښکر دندې د غځولو وړاندیز دې وشي او غوښتنې دې ومنل شي؟

د جیو نیوز پروګرام “نن شاهزیب خانزاده سره” کې د خبرو پر مهال د دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې مونږ هیڅ وړاندیز نه دی کړی، کله چې زموږ شمیرې بشپړې شوې نو مونږ د عدم اعتماد تحریک راوړو.

هغه وويل فوځ دانتخاباتو په ترسره کولو، په سياست کې مداخله، دبې اعتمادۍ په مخنيوي يا ترسره کولو کې هيڅ آئيني کردار نۀ لري.
خواجه اصف ویلي چې عمران خان ویلي چې که زما مرسته ونه کړي، ته غدار یې، بې طرفه او بې طرفه حیوانات یې.

ده ووئيل چې عمران خان دا خبرې د ورځې په مهال كولې او د شپې به يې كولې۔

ده ووئيل د ارشد شريف په مقدمه كښې بايد عمران خان او سلمان اقبال په خپله خوښه د پلټنو برخه شي او معلومات وړاندې كړي۔

Leave a reply