پاکستان تحریک انصاف د بنیادي قانون دفعه ۱۴۴ په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف د قانون ۱۴۴ دفعه په اسلام آباد هائي کورټ کښې چیلنج کړې ده.دا درخواست د پاکستان تحریک انصاف مشر اسد عمر کړی دی.
عریضه استدلال کوي چې د دفعه 144 پلي کول یو غیرقانوني قانون دی چې د برتانوي راج لخوا نافذ شوی و خو نن هم د سوله ایزو لاریونونو مخنیوي لپاره کارول کیږي.
د رسنیو د راپور مطابق چيف جسټس اطهر من الله به ددې قضې اکتوبر په لسمه نيټه اوریدنه کوي.
دا خبره هم مهمه ده چې پرون
تحريک انصاف د منع شوي فنډنګ کيس کښې د وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف آئي اے د تحقيقاتو خلاف اسلام آباد هائي کورټ ته تللي دي.
د پي ټي آئي په درخواست کښې وئيلي شوي دي چې ايف آئي اے دې د فنډنګ کيس کښې د ګرفتارۍ او چاپو نه ډډه وکړي، ايف آئي اے د سينيټر سيف الله نيازي په کور چاپه وهلې او ځورولې ده۔
د درخواست د متن له مخې ايف آئي اے د پي ټي آیی مشرانو د سياسي بنيادونو په بنياد ځوروي، د ايف آئي اے انکوائري او چاپې غيرقانوني دي نو عدالت دې ايف آئي اے د فنډنګ د مقدمې د پلټنو څخه منع کړي.
نور خبرونه
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي