ضلع خیبر،باړه کښې یو دیني عالم نامعلومه وسلی والو شهید کړې دې ، په ضلع خیبر کښې هدفي او ترهګریز بریدونه زیات شوي

0
112

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه شلوبر سیمه کښې د نامعلومه کسانو ی ځایی دیني عالم باندې ډزې پیل شوې. د ځایی خبریالانو مطابق په ډزو کښې شيخ الحديث مولانا عبدالعزيز شهيد شوې.
د کورنۍ د سرچينو له مخې مولانا عبدالعزيز نن د صبایی مونځ اذان کول لپاره جومات ته روان وو چې نامعلومه کسانو پرې ډزې وکړې.
د ډزې په پایله کښې دیني عالم سخت ټپي شوې چې روسته ی بیا ساه ورکړه.
ځایی خبریالانو د شهید شوی دیني عالم کورنۍ سره اړیکه نیولې ده. د کورنۍ غړو ی ویلي دي چې مونږ چاسره کومه دښمني نه لرو.
د ځایی خبریالانو مطابق د شهید کړې شوی دیني عالم د ځنازې مونځ به نن مازیګر په څلور بجې شلوبر باړه کښې د نوګزي بابا په ادیره کښې ادا کیږي.
دا خبره مهمه ده چې نن د ټول ملک په شان په ضلع خیبر کښې هم د پیغمبر اسلام او آخري نبي صلی الله علیه وآله وسلم د زیږون ورځ په ډیر اسلامي جوش او جذبې سره نمانځل کیږي.
ځایی خلک په ضلع خیبر کښې د هدفي وژنو او ترهګریز بریدونه سخت اندیښمن کړي دي.
……………………..

Leave a reply