کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي

0
116

باغی ټي وي رپورټ
د کوئټې په سرياب سيمه کې د لاسي بم په بريد کې څلور کسان ژوبل شوي، نامعلومه کسان تښتېدلي، ژوبل کسان سول روغتون ته رسول شوي دي.

دپوليسو ترمخه نامعلومه موټر سائيکل سورو سرياب ډيگري کالج سره نزدې په گوبر ميداني سيمه کې د لاسي بم په غورځولو سره وتښتيدل چې ديو دوکان مخې ته پرې چاودنه وشوه.
د لاسي بم د چاودنې په نتيجه کې د دوکان مخې ته ولاړ څلور کروندګر خير محمد، ګل خان، صدرالدين او زين الدين ټپيان شوي دي.

ټپيان د درملنې لپاره ملکي روغتون ته لېږدول شوي او د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
دا خبره مهمه ده چې د بلوچستان سره سره په خیبر پښتونخوا کښې هم داسې پیښې زیاتې شوي دي، هدفي وژونو او ترهګریز بریدونه ځای اولس سخت اندیښمن کړې دې.
……………………..

نور خبرونه

پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي

نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي

باجوه: پاکستان یو امن خوښې هیواد دې، د امن لپاره هڅې او د امن په اړه ارمان دې د پاکستان کمزوري و نه ګڼل شي

Leave a reply