جنرال قمر جاوید باجوه امریکا کې د لوړو پوړو چارواکو سره بیلابیلې لیدنې ترسره کړي.

0
76

جنرال قمر جاوید باجوه امریکا کې د لوړو پوړو چارواکو سره بیلابیلې لیدنې ترسره کړي.

6 اکتوبر 2022

 

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له متقاعد کېدو مخکې امریکا ته د خپل اووه ورځیني سفر پر مهال له لوړپوړیو دفاعي، استخباراتي او سياسي چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې هم خبرې کړې دي.

 

د ځینو سرچینو له قوله د یادو ملاقاتونو او سفر مهمه اجنډا یې له ترهګرۍ سره مبارزه، د سیمې امنیت په ځانګړي توګه افغانستان او د دواړو حکومتونو دفاعي همکاري او نور مسائل دي.

 

قمر جاوید باجوه، چې تېره جمعه امريکا ته رسېدلی؛ تر دې دمه يې د دفاع وزير لويد آستن، د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان، د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن، د ملي استخباراتو له رييس ارویل هينس او د سي آی اې له مشر ويليم برنز سره ليدلي دي.

 

په ورته مهال په پاکستان کې د امریکا سفیر دونالد بلوم څرګنده کړې: پاکستان له امریکا سره د همکارۍ ډېر امکانات لري؛ دواړه هېوادونه کولی شي د سوداګرۍ او تکنالوژۍ په برخو کې ښې همکارۍ ولري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د ودې زمینه شته، نو زه ډېر خوشبین یم.

په هند کې د پاکستان پخواني سفیر عبدالباسط ویلي: دا ممکنه ده، چې امریکا د افغانستان او سیمې بدلونونو ته په پاملرنه یو ځل بیا پاکستان ته مخه کړې او غواړي د ګډې همکارۍ لپاره نوې تګلارې غوره کړي. زه فکر کړم، چې دواړه خواوې په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي؛ خو دواړه لوري به هڅه وکړي، چې لاسته راوړنې ولري. د همکارۍ په صورت کې دواړه لوري هڅې کوې، چې ګټې یې خوندې شي.

اړوند موضوعات

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پنځه سرتیري وژل شوي

 

قمرجاوید باجوه په داسې حال کې امریکا ته تللی، چې د لوی درستیز په توګه یې ماموریت د نومبر په میاشت کې پای ته رسيږي، عاصم منير، ساحر شمشاد مرزا، اظهر عباس، نعمان محمود، فيض حميد او محمد عامر په هغو کسانو کې دي، چې ښايي یو یې د پاکستان د پوځ مشري پر غاړه واخلي.

Leave a reply