Tag: PPP
-

سيکرټري پاور راشد لنګريال خپل بيان کښې دعوه کړې ده چې په ټول ملک کښې د بجلئ چورانو خلاف کاروائيو کښې د 14 ارب 333 کروړه روپو نه زياتې روپۍ برآمد شوې دې۔
باغي ټي وي رپورټ نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې د برېښنا د غلا پر وړاندې په کمپاين کې تر اوسه لس زره کسان نيول شوي او د برېښنا د غلا ٢٣١٥٢ دوسيې ثبت شوې دي. د سيکرټري پاور ډويژن ترمخه د لاهور اليکټرک سپلائي شرکت (ليسکو) د 3 ارب 85 کروړه 20 لاکه…
-

د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وئيلي دي چې د پښتورګو د غيرقانوني پيوندکارو لويه ډله نيولې شوې ده، د غيرقانوني پيښو مخنيوي لپاره به قانون نور هم سخت کړے شي۔
باغي ټي وي رپورټ د لاهور په وزيراعلي هاؤس کې د يوې خبري غونډې په مهال نوموړي وويل چې تورن ډاکټر فواد چې په تيرو وختونو کې 5 ځله نيول شوى ؤ د 328 مريضانو د پښتورګو غيرقانوني ټرانسپلانټونه کړي دي او په پوليس فشار دى چې ملزم خوشې کړي. . د پنجاب نګران وزيراعلي…
-

د هنګو په چاودنه کې د ټپي شوي کس خپلوانو د پېښور په ليډي ريډنګ روغتون کې د ټپيانو د درملنې په اړه د حکومت ادعاوې بې بنسټه بللي دي.
باغي ټي وي رپورټ په خپل ویډیويي بیان کې د هنګو د پېښې د ژوبلو خپلوانو ویلي چې دوی د صوبې تر ټولو لوی روغتون لیډي ریډنګ روغتون کې د یتیمانو په څېر پراته دي. په ویډیويي بیان کې نوموړي زیاته کړې چې د ټپیانو له پښې څخه وینه بهیږي خو څوک یې پوښتنه نه…
-

نگران وزيراعظم انور حق کاکړ، پخواني وزيراعظم شهباز شريف او د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په ترکيه کې د ترهگرۍ بريد په سختو ټکو کې غندلی دی.
سرپرست لومړي وزیر په انقره کې د کورنیو چارو وزارت پر ودانۍ د شوي برید په غندلو سره په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي چې موږ له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له خپلو ترکي وروڼو او خویندو سره یو ځای ولاړ یو. نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې، هیله من…
-

په مستونګ کې د عید میلاد النبی په ورځ ځانمرګي برید کې ژوبل یو بل تن مړ شوی چې ورسره د شهیدانو شمېر ۶۰ ته رسېدلی دی.
باغي ټي وي رپورټ د بلوچستان حکومت هم د مستونګ د پېښې له زيانمنو سره د مرستې اعلان کړی دی. د چارواکو په وینا، په ترهګریز برید کې د وژل شویو هر یوه کورنۍ ته به 15-15 لکه، د سختو ژوبلو هر یوه ته 5-5 لکه او ټپیانو ته 2-2 لکه ورکړل شي. د بلوچستان…
-

د متحده قومي موومنټ کنوينر خالد مقبول صديقي وئيلي دي چې تر هغې پورې ملک ته خوشحالي نۀ شي رسيدلى ترڅو چې کراچۍ ته داخل نۀ شي، کراچۍ د پاکستان د بقا، سلامتيا او خوشحالۍ دروازه ده.
باغي ټي وي رپورټ د کراچۍ په ملیر سیمه کې یوې جلسې ته په وینا کې نوموړي وویل چې دا جلسه د ټاکنو لپاره نه بلکې د انقلاب تیاری دی، موږ دلته د ټاکنو ګټلو لپاره نه، بلکې د زړونو ګټلو لپاره راغلي یو. ایم کیو ایم پاکستان نه ټوټه ټوټه کیږي، وده کوي، زموږ…
-

د جميعت علمائي اسلام (جے يو آئي) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې دا وخت د ملک مسئله انتخابات نه دي، ګورو چې ملک څنګه ساتلې شي۔
باغي ټي وي رپورټ ساهیوال کې د یوې خبري غونډې پر مهال مولانا فضل الرحمان وویل چې که اقتصاد تباه شي نو هېواد خپل وجود له لاسه ورکوي. هغه د نگران حکومت د فلسفې په ردولو سره وویل چې د سرپرست حکومت په هیڅ معنا نه پوهیږي، په سرپرست حکومت کې اصل د بل سرپرست…
-

د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د ملتان په هوايي ډګر کې د عملیاتو په ترڅ کې د عمرې په نوم سعودي عربستان ته تلونکي ۱۶ تنه سوالګر نیولي دي.
باغي ټي وي رپورټ د ايف آئي اے وياند ترمخه ملتان ائيرپورټ باندي د اميګريشن دوران معلومه شوه چي مسافر د عمرې په ويزه سعودي عرب ته روان وو چي ورسره يو ماشوم هم وو۔ د پلټنو پر مهال مسافرو څرګنده کړه چې دوی سعودي عربستان ته د سوال کولو لپاره روان وو، چې سعودي…
-

د اسلام اباد هائي کورټ به نن د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د نهو ضمانتي درخواستونو په اړه خپله فيصله اوروي۔
باغي ټي وي رپورټ اسلام اباد هائي کورټ د محفوظ فيصلې لپاره د کاز ليسټ جاري کړے دے۔ چيف جسټس عامر فاروق او جسټس طارق محمود جهانګيري به فيصله اوروي۔ سیشن کورټ او د ترهګرۍ ضد عدالت د عمران خان ضمانتونه غیر تعمیلي ګرځولي وو. د پي ټي آئي چيئرمېن په دې مقدمو کښې د…
-

د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني مشر پرویز خټک وايي عمران خان د نوي پاکستان غلط نعره پورته کړه او ملک یې تباه کړ.
باغي ټي وي رپورټ کوهاټ کښې جلسې ته په خطاب کښې پروېز خټک اوويل چې که سياستمداران صادق واى نو د ملک حالات به داسې نه وى، تر څو به په خالي نعرو پسې ګرځو؟، د سي پيک غربي روټ زما لخوا منظور شو، مفت صحت کارډونه ورکړل شول. خلکو ته. پرويز خټک وويل چې…