د متحده قومي موومنټ کنوينر خالد مقبول صديقي وئيلي دي چې تر هغې پورې ملک ته خوشحالي نۀ شي رسيدلى ترڅو چې کراچۍ ته داخل نۀ شي، کراچۍ د پاکستان د بقا، سلامتيا او خوشحالۍ دروازه ده.

0
185

باغي ټي وي رپورټ

د کراچۍ په ملیر سیمه کې یوې جلسې ته په وینا کې نوموړي وویل چې دا جلسه د ټاکنو لپاره نه بلکې د انقلاب تیاری دی، موږ دلته د ټاکنو ګټلو لپاره نه، بلکې د زړونو ګټلو لپاره راغلي یو. ایم کیو ایم پاکستان نه ټوټه ټوټه کیږي، وده کوي، زموږ له امله به په ایوان کې د منځنۍ طبقې استازیتوب وشي.

جلسې ته د وینا په مهال د ایم کیو ایم سینئیر ډپټي کنوینر مصطفی کمال د کراچۍ په هر ښار کې د جلسې اعلان وکړو او وې ویل چې زمونږ جلسې ته خلک پخپله راځي مونږ به په ۲۲ څوکیو د ټولو قومونو خلکو ته ټکټونه ورکوو. د ملیر کامیابې جلسې ثابته کړه چې خلک د ایم کیو ایم پاکستان سره دي. کله چې واک ورکړل شي نو کراچۍ ته به خپل حق ورکړل شي، دا ښار به پاکستان ترلاسه کړي.

جلسې ته په خپله وینا کې د ایم کیو ایم مشر ډاکټر فاروق ستار وویل ایم کیو ایم یو سیاسي قوت دی چې نه تباه کیدلی شي او نه دبم.

د ایم کیو ایم پاکستان تر مشرۍ لاندې د کراچۍ په ملیر ټاون کې جلسې ته د نورو مشرانو ترڅنګ انیس قائم خاني او نسرین جلیل هم وینا وکړه.

Leave a reply