په مستونګ کې د عید میلاد النبی په ورځ ځانمرګي برید کې ژوبل یو بل تن مړ شوی چې ورسره د شهیدانو شمېر ۶۰ ته رسېدلی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان حکومت هم د مستونګ د پېښې له زيانمنو سره د مرستې اعلان کړی دی.
د چارواکو په وینا، په ترهګریز برید کې د وژل شویو هر یوه کورنۍ ته به 15-15 لکه، د سختو ژوبلو هر یوه ته 5-5 لکه او ټپیانو ته 2-2 لکه ورکړل شي.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي ویلي، د پوځ مشر د سفر پر مهال هوډ څرګند کړی، چې د هر شهید غچ به اخلي، که د مستونګ د پېښې جال په هند کې وموندل شي، نو سخت ځواب به ورکړي.
ياده دې وي چې تېره ورځ د کورنيو چارو سرپرست وزير سرفراز بګټي ويلي وو، چې په بلوچستان کې ترهګر، تسهيل کوونکي او پلان جوړونکي يو دي او د پېښو تر شا د هند استخباراتي اداره “را” لاس لري.
دا هم بايد ياده وي چې د ربيع الاول په دولسمه نېټه د کوچني اختر په مناسبت په هېواد کې د ترهګرۍ دوه بېلابېلې پېښې شوې وې.
د بلوچستان په مستونګ ضلع کې د اختر میلاد النبي په جلوس کې د جمعې د لمانځه په مهال د هنګو ضلعې د دواب تحصیل د پولیس سټېشن په جومات کې ځانمرګي برید کې د ډي اېس پي مستونګ په ګډون ۵۲ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات ژوبل شوي دي. په خيبر پښتونخوا کې د ځانمرګي بريد له امله ٥ کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.