سيکرټري پاور راشد لنګريال خپل بيان کښې دعوه کړې ده چې په ټول ملک کښې د بجلئ چورانو خلاف کاروائيو کښې د 14 ارب 333 کروړه روپو نه زياتې روپۍ برآمد شوې دې۔

باغي ټي وي رپورټ
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې د برېښنا د غلا پر وړاندې په کمپاين کې تر اوسه لس زره کسان نيول شوي او د برېښنا د غلا ٢٣١٥٢ دوسيې ثبت شوې دي.
د سيکرټري پاور ډويژن ترمخه د لاهور اليکټرک سپلائي شرکت (ليسکو) د 3 ارب 85 کروړه 20 لاکه روپو ریکوري سره په ریکوری کښي په اول نمبر دی.
ده ووئيل د بجلي چور خلاف كاروائۍ كښې د حيدر آباد اليكټرك سپلائي كمپنۍ (هيسکو) څخه 2 ارب 694 كروړه او د پېښور اليكټرك سپلائي كمپنۍ (پيسکو) څخه 2 ارب 42 كروړه روپۍ ترلاسه كړې شوي دي۔
د سکهر اليکټرک سپلائي شرکت (سيپکو) يو ارب 63 کروړه روپۍ او د ملتان اليکټرک سپلائي شرکت (ميپکو) 1 ارب 62 کروړه 40 لاکه روپۍ ترلاسه کړي دي.





