د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د ملتان په هوايي ډګر کې د عملیاتو په ترڅ کې د عمرې په نوم سعودي عربستان ته تلونکي ۱۶ تنه سوالګر نیولي دي.

0
144

باغي ټي وي رپورټ

د ايف آئي اے وياند ترمخه ملتان ائيرپورټ باندي د اميګريشن دوران معلومه شوه چي مسافر د عمرې په ويزه سعودي عرب ته روان وو چي ورسره يو ماشوم هم وو۔

د پلټنو پر مهال مسافرو څرګنده کړه چې دوی سعودي عربستان ته د سوال کولو لپاره روان وو، چې سعودي عربستان ته د رسېدو سره سم به د پاکستاني اجنټانو له خوا نیول شوي وي.

مسافرو دا هم څرګنده کړه چې د ترلاسه شوې خیرات نیمایي پیسې یې اجنټ ته سپارلي، مسافرین باید د عمرې د ویزې له ختمیدو وروسته بیرته پاکستان ته ستانه شي.

مسافر د نورو پلټنو او قانوني کاروائي لپاره ايف آئي اے کمپوزټ سرکل ملتان ته منتقل کړے شوي دي۔

په دې وروستيو کې د سېنېټ د قائمه کمېټۍ په غونډه کې د سمندر پار پاکستانيانو سيکرټري څرګنده کړه چې زموږ فقيران تر ټولو زيات بهر ځي.

هغه وويل، چې نيول شوي ٩٠ فيصده فقيران پاکستانيان دي، د عراق او سعودي سفيران موږ ته وايي، چې زندانونه يې ډک دي، اوس د انساني قاچاق ستونزه ده.

هغه زياته کړه، چې د حرم له دننه څخه نيول شوي زياتره جيب لرونکي پاکستانيان دي، هغوى حج ته ځي، سوالګران زياتره د عمرې په ويزه ځي.

Leave a reply