په کابل کښې مو د بهرنیو هیوادونو سفیرانو ته د امنیت ډاډ ورکړې : متقي

0
202

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي د افغانستان ملی رادیو ټیلویژون سره په یوه ځانګړې مرکه کښې ویلي دې چې د اسلامی امارت تر سیوري لاندې ټولې ادارې فعاله دې او خپل کار ی پیل کړې دې.

متقي وایی چې په کابل کښې مو د بهرنیو هیوادونو سفیرانو او ددوی سفارت خانو ته مکمل د امینیت ډاډ ورکړې دې او دوی ته به هیڅ د امینت ستونزه رامخې ته نه شي. متقي زیاتوي چې د بهرنیو هیوادونو د افغانستان لپاره استازۍ دې خپل کارونه پیل کړي او د خلقو په خبرې پسې دې نه ګرځي ددوی امنیت په افغانستان کښې خوندي دې.
متقي وایی چې د افغانستان سفارتي اړیکې هیوادونو سره دوام لري او نور هیوادونو هم لیواله دي چې سفارتي اړیکې افغانستان سره ټینګي کړي، متقی زیاتوي چې البته څه ستونزې شته خو دا به هم هوارې شي.
د افغانستان سره په سفارتي اړیکو ټینګول په اړه د یو سوال په ځواب کښې سرپرست وزیر اوویل چې زه خوشبینه یمه چې افغانستان سره به د نړۍ هیوادونو اړیکو ته وده ورکړي.
یاده دې وی چې د ۳۱ اګسټ کال ۲۰۲۱ نه چې د بهرنیو هیوادنو او د امریکای فوځونو نه وتلی نو دې سر د څه ملکونو سفارتونه هم وتړل شول خو د هغه ورځ نه تر نن پورې د پاکستان سفارت خانه په کابل کښې پرانستې ده ، د پاکستان سفارت خانې عمله په بشري مرستو رسولو او افغانانو ته د پاکستان ویزه جاري کولو په خدمت کښې بوخت دي.
د پاکستان سفارتخاني څو ورځې وړاندې ۹۳۸ افغان زده کوونکو ته اجازت نامې او ویزې ورکړي چې دوی پاکستان ته راشي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.


د باغي پښتو ټیلویژون سم ددې راپور سره نورو خبرونو او تبصرو لپاره په لاندیني لنک زور وکړې او تازه راپورونه اوګورې.

د مسکو غونډې په کال ۲۰۱۷ کښې پیل شوې دي: ذبیح الله مجاهد

ټاکل شوې ده چې ایران هم د افغانستان پۀ تړاو غونډه راوبلي

د پایه تخت کابل په ارګ کښې مهمه غونډه شوې

Leave a reply