ټاکل شوې ده چې ایران هم د افغانستان پۀ تړاو غونډه راوبلي

0
206

ټاکل شوې ده چې ایران هم د افغانستان پۀ تړاو غونډه راوبلي 

ددغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل چې په دې کنفرانس کې به د سیمې د هېوادونو استازي په حضوري بڼه ګډون کوي او دلته به د یوه ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې کوي.

 

(2021 / 10  / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړوي.

 د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له ګډون د افغانستان په اړه یو ورځنی کنفرانس جوړوي.

ددغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل چې په دې کنفرانس کې به د سیمې د هېوادونو استازي په حضوري بڼه ګډون کوي او دلته به د یوه ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې کوي.

اړوند موضوعات:

چین وايي مسکو کې د افغانستان پة اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

  نوموړی وایي ایران په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړی دی او راتلونکې غونډ هم پر همدې مسئله جوړېږي.

 تر دې وړاندې هم ایران ویلي وو چې ژر به د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو یوه غونډه راوبولي.

Leave a reply