پاکستانۍ کلدارۍ په مقابله کښې امریکایی ډالر نور هم قوي شوې ، روپې ارزښت نور هم کم شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
پاکستانۍ کلدارۍ په مقابله کښې امریکایی ډالر نور هم قوي شوې ، روپې ارزښت نور هم کم شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
امريکايي ډالر د روپۍ په مقابل کې خپل ارزښت ته دوام ورکوي او د ډالر انټر بينک نرخ په پرله پسې پنځمه ورځ لوړ شو.
نن هم په انټربینک کې د ډالر په مقابله کې ډالر 82 پيسې نور هم ګران شوي دي، په انټربینک کې د کاروبار په پای کې د ډالر نرخ 219 روپۍ 71 پيسې دی.
بل لوري ته په ازاد بازار کې ډالر ٥٠ پيسې ګران شوي دي، په ازاد بازار کې د ډالر بيه ٢٢٦ روپۍ ٢٠ پيسې ده.
دا خبره د یادونې ده چې نن په هېواد کې د يوې توله سرو زرو بيعه په داسې حال کې لوړه شوې چې په نړيوال بازار کې د سرو زرو بیعه راټيټه شوې ده.
د يو توله سرو زرو بيعه له ٧٥٠ کلدارو سره يو لک ٤٩ زره ٥٠ ته لوړه شوې ده.د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په هېواد کې د يو توله سرو زرو بيعه ٩٥٠ کلدارې لوړه شوې وه.
له بلې خوا نن په نړيواله کچه د سرو زرو بيعه د يواونس په پرتله له ٤ ډالرو څخه ١٦٥٣ ډالرو ته راټيټه شوې ده.
نور خبرونه
اسلام آباد هایی کورټ د اعتزاز احسن په ضد د کیپټن(ر) صفدر درخواست د خارجولو امر کړې دې
که ماسره عمران خان سیالي کړې وې نو مابه عمران خان له هم ماتې ورکړې وې: موسی ګیلاني
د پاکستان تحریک انصاف ایم پي اې د هوایی ډزو ویډیو وایرل شوې ده
فیصل آباد کښې د پي ایم ایل ماتې، وزیرداخله ددې ماتې پړه د بریښنا په زیاتو بلونو اچولې ده
………………….






