د پنجاب اولس څخه پس د کراچۍ اولس هم عمران خان رد کړې دې: منظور وسان

0
105

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ سينئر مشر او د سندهـ د زراعت په چارو کې سلاکار منظور وسان د عمران خان او د هغه د ګوند پاکستان تحريک انصاف په اړه مهمې وړاندوينې کړې دي.

منظور وسان وړاندوينه کړې ده چې دا ځل به پي ټي ائي ړنګه شي، بوم هم حرکت کولی شي، د عمران خان دريځ به د نومبر نه وروستو په مکمله توګه ښکته شي.

ده ووئيل د آډیو لیک نه پس د عمران خان پښې لړزیدلې دي او په بني ګاله کښې ویره ده، عمران خان ته به د وفاق او سندهـ اقتدار نه رسیږي، د خېبرپښتونخوا حکومت پرېږده چې د اقتدار ټولې دروازې د خان لپاره بندې کړي.
منظور وسان وويل عمران خان سيلاب ځپلو ته يواځې پريښودل او په جلسو کې بوخت دي، عمران خان ته عوام نه بلکې اقتدار غواړي، عمران صاحب! د کراچۍ خلک د ١١ اربه او ١٦٢ اربه روپو حساب غواړي.

دپيپلز پارټۍ مشر وويل عمران خان چې دجيل بهرو تحريک ته گواښ کړى و هغه يوه دقيقه هم په جېل کې نۀ شي پاتې کيدى ځکه چې عمران خان دجيل له تګ څخه ډاريږي.
پرون په کراچۍ کې شوې جلسې ته په اشارې سره د سند د زراعت سلاکار وویل چې له پنجاب وروسته د کراچۍ خلکو هم عمران خان رد کړې دې.
……………………..

نور خبرونه

د پنجاب وزیراعلی جوهدري پرویز الهی وفاقی وزیر داخله رانا ثناالله ته چیلنج ورکړې چې که تاسو تکړه ی نو پنجاب ته راشې

خرم دستګیر د پاکستان اتاموي انرژۍ په اړه څرګندونې بې بنسټه بللي دي

ایم کیو ایم د حکومت څخه د جلا کیدلو په پلان باندې غور پیل کړې دې

د پي ټي آيي مشرې ملګري ملتونو ته د پاکستان په اړه شکایت کړې دې

پنجاب حکومت وفاقی وزیرې مریم اورنګزیب ته پولیس سټیشن ته راغوښتلو لپاره نوټس جاري کړې دې

جنوبي وزیرستان، ضلع خیبر او باجوړ کښې ترهګريز بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوي دي،خلک سخت اندیښمن شوې دي

Leave a reply