د پي ټي آيي مشرې ملګري ملتونو ته د پاکستان په اړه شکایت کړې دې

0
89

باغي ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف مشرې شیرین مزاري یو ځل بیا د پاکستان له حکومته ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ.

په خپل لیک کې شیرین مزاري له ملګرو ملتونو غوښتي چې په پاکستان کې د تاوتریخوالي د پېښو په اړه دې د پلټنو خپلواک کمېشن جوړ کړي.

په ليک کې شيرين مزاري ويلي چې پاکستان د يو رياست په توګه د تشدد په ضد د نړيوال تړون يو اړخ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت د خپل ګوند د غړو په تښتولو او نیول کېدو کې لاس لري، نیول شوي غړي شکنجه کېږي.

هغې غوښتنه وکړه، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دې يادو پېښو ته پام وکړي.

Leave a reply