که د پخوا غوندې حکومت راته راکړل شی نو قبول به ی نه کړم: عمران خان

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي، که اوس واک ترلاسه کړي، نو حکومت به یې ونه مني.

په کراچۍ کې د فردوس شمیم نقوي په کور کې عمران خان له خبریالانو سره غیر رسمي خبرې وکړې او ویې ویل چې کله موږ واک ته ورسېدو نو اسټیبلشمنٹ له موږ سره و، خو په تېرو ۳ تر څلورو میاشتو کې اسټیبلشمنټ له موږ سره نه و. .

ده ووئيل چې نېب هم زما په اختيار كښې نه ؤ، كه داسې طاقت هم راكړم نو حكومت به نه منم۔
عمران خان ویلي، سیاسي ګوندونه ولس ته ځي نه امریکا ته، دا غله د خپلو مقدمو ختمولو لپاره راغلي، دا ټاکنې نه کېږي بلکې د پاکستان د راتلونکي پرېکړه کوي.

له دې وړاندې کراچۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال عمران خان ویلي چې سندهـ کې به د غلو راج ختم شي، د سندهـ وسیلې غلا کیږي او له هیواده بهر ځي.

ده ووئيل د بلدياتي انتخاباتو نه پس به په عامو انتخاباتو كښې پي ټي آئي كاميابي كوي٬ دا ځل به وفاق او سندهه كښې د دوي حكومت وي او د كراچۍ ښاروال به هم د دوي ګوند څه وي۔

Leave a reply