جنوبي وزیرستان، ضلع خیبر او باجوړ کښې ترهګريز بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوي دي،خلک سخت اندیښمن شوې دي

0
80

باغی ټي وي رپورټ

د جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې د درې ورځو په اوږدو کې د درېيو سوداګرو او يو پوليس په ګډون څلور کسان له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي.

دپوليسو دسرچينو ترمخه دوه ورځې وړاندې رستم اډوانه کې دسوداګرۍ مشر رياض خان دتښتولو وروستو وژل شوى ؤ اؤ دغلته دتښتول شوي تاجر مشر حفيظ الله مړى دکندو سيمه کې موندل شوى وو.
ل لوري ته تيره ورځ د وانا په برمل تحصيل کې دپوليسو افسر صدام وزير په ګډون ددوؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پېښو کې پر پوليسو او مشرانو بريدونه شوي، چې په ترڅ کې يې ګڼو پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اعظم ورسک پولیس سټیشن باندې د نامعلومه وسله والو لخوا ډزې هم د شپې لخوا دوام لري.
دا خبره د یادونې ده چې قبایلی سیمو ضلع خیبر پاو ضلع باجوړ کښې هم ترهګریز او هدفي وژنې زیاتې شوي دي چې خلق ی اندیښمن کړي دي او په سوات کښې هم ترهګرو په ملکي کسانو او سرکاري اهلکار بریدونه پیل کړي دي.
د پاکستان وزیرد فاع نیوکه کړې چې په سوات کښې د موجوده صورت حال د صوبایی حکومت ناکامي ده.
………………….

Leave a reply