خرم دستګیر د پاکستان اتاموي انرژۍ په اړه څرګندونې بې بنسټه بللي دي

باغی ټي وي رپورټ
د انرژۍ وزير خرم دستګير د اټومي پروګرام په اړه د امريکا د ولسمشر څرګندونې بې بنسټه وبللې.
په ګوجرانواله کې د رسنیو له استازو سره د خبرو پر مهال خرم دستګیر د امریکايي ولسمشر د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل.
ده ووئيل نړيوالو ادارو يو ځل نه بلكې په لسګونو ځله د پاكستان د اېټمي پروګرام د تحفظ تصديق كړے دے٬ زمونږ د كمانډ او كنټرول سېسټم بالکل محفوظ دى۔
خرم دستګير وويل زمونږ اټومي پروګرام په نړيواله کچه هر ډول تحفظات لري.
د انرژۍ وزیر وویل چې د پاکستان د اټومي پروګرام په اړه د امریکا د ولسمشر څرګندونې هیڅ بنسټ نه لري او په بشپړه توګه بې بنسټه دي.
دا خبره د یادونې چې د امریکا اولس مشر بایډن په یو بیان کښې په پاکستان تور ولګاوه چې پاکستان د نړۍ یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی او د پاکستان اتومي پروګرام بې نظمه دی او وېره لري چې د هر چا لخوا به وکارول شي.
………………………..
اړوند خبر
د امریکا اولس مشر بایډن د پاکستان په اړه بیان ، د پاکستان خارجه چاورو وزارت غبرګون مخې ته راغلې دې





