د امریکا اولس مشر بایډن د پاکستان په اړه بیان ، د پاکستان خارجه چاورو وزارت غبرګون مخې ته راغلې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په اړه د بهرنیو چارو د وزارت د لوړ پوړي چارواکي غبرګون راغلی دی.
د بهرنیو چارو د وزارت د یوه جګپوړي چارواکي له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسمشر بایډن دغه غیر ضروري څرګندونې په کومو شرایطو پوهیدل ګران دي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړی چارواکی زیاتوي چې د امریکا څو ولسمشرانو او د امریکا حکومت تل د پاکستان د اټومي پروګرام امنیت او کنټرول اغېزمن او معیاري بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په اړه به د پاکستان له خوا تفصیلي ځواب ورکړل شي او د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې برخه کې په سلا مشورو بوخت دي.
د امریکا ولسمشر د کانګرس د جمهوري ریاست د کمپاین کمیټې ته وینا وکړه او د روسیې، چین او هم یې پاکستان ته اشاره وکړه.
امریکايي ولسمشر تور ولګاوه، ویې ویل چې زما په اند پاکستان یو له خطرناکو هېوادونو څخه دی او د پاکستان اټومي پروګرام بې نظمه دی، داسې وېره شته چې څوک ترې ګټه پورته کړي.
دا خبره هم د یادونې ده چې د
د انرژۍ وزير خرم دستګير د اټومي پروګرام په اړه د امريکا د ولسمشر څرګندونې بې بنسټه وبللې دي او ویلي ی دې دې چې د پاکستان اتامي پروګرام په بشپړه توګه خوندي دي.
…….
اړوند خبر
خرم دستګیر د پاکستان اتاموي انرژۍ په اړه څرګندونې بې بنسټه بللي دي