په اقتصادي توګه د پاکستان ډیفالټ کیدلو څه امکان نشته: د خزاني وفاقی وزیر، اسحاق ډار

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان ډيفالټ امکان نه لري۔

يو بهرني خبري اژانس ته په يوه مرکه کې اسحاق ډار وويل تنظيم به د قرضې کمولو غوښتنه هم نۀ کوي او هڅه به کوي چې د ٢٧ اربه ډالرو غير پيرس کلب قرض بيا شي، چې دغه قرضې د پيرس کلب لاندې نۀ وي.
ده ووئيل په دسمبر كښې د بانډونو د غزولو ضرورت نشته او د ائي اېم اېف په اوسني پروګرام د بيا كتنې د درخواست كولو هيڅ اراده نشته په داسې حال كښې چې د پاكستان د ډيفالټ امکان نشته۔

د ماليې وزير وويل، چې د سېلابونو له امله په هېواد کې په پراخه کچه حاصلات زيانمن شوي، چې له امله يې ښايي د راتلونکي کال غنم واردولو ته اړ شي.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې کله نه چې اسحاق ډار د خزانې وزیر ټاکل شوې نو د پاکستانې کلداره د ډالر په مقابله کښې قوي شوي ده او اسحاق ډار ژمنه کړې ده چې دا نرخ به تر ۲۰۰ څخه هم ټیټوي. هغه ویلی وو چې پخواني وزیراعظم هم ده له دنده ورکړې وه چې د پاکستان کمزورې معیشت ښه کړي او دا کار په ښه توګه سره ته رسولې وو او دا وخت به هم هغه وکړې شې چې د پاکستان کمزورې اقتصادی یو ځل بیا قوي کړي او د ډیفالټ کولو څخه ی وژغوري.
……………..

نور خبرونه

د عمران خان په ضد دې د عدالت د سپکاوي قضیې اوریدنه ډیر زر وشي، په دې اړه د عمران خان په ضد سپریم کورټ کښې غوښتنلیک جمع کړې شوې دې

ایم کیو ایم د حکومت څخه د جلا کیدلو په پلان باندې غور پیل کړې دې

د پي ټي آيي مشرې ملګري ملتونو ته د پاکستان په اړه شکایت کړې دې

پنجاب حکومت وفاقی وزیرې مریم اورنګزیب ته پولیس سټیشن ته راغوښتلو لپاره نوټس جاري کړې دې

جنوبي وزیرستان، ضلع خیبر او باجوړ کښې ترهګريز بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوي دي،خلک سخت اندیښمن شوې دي

Leave a reply