د عمران خان په ضد دې د عدالت د سپکاوي قضیې اوریدنه ډیر زر وشي، په دې اړه د عمران خان په ضد سپریم کورټ کښې غوښتنلیک جمع کړې شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
سپريم کورټ کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان خلاف د توهين عدالت درخواست د زرې اورېدنې لپاره جمع کړے شوے دے۔
وفاقي حکومت د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان په ضد سپريم کورټ کښې د توهين عدالت درخواست جمع کړے دے کومه چې د پي ټي آئي د احتجاج او لانګ مارچ په تناظر کښې د داخله وزارت په ذريعه دائر کړې شوې ده۔
داخله وزارت د عمران خان خلاف د درخواست د ژر اورېدنې لپاره سپريم کورټ کښې متفرقه درخواست جمع کړے دے چې پکښې د درخواست اورېدنه راتلونکې هفته کښې کولو غوښتنه شوې ده۔
دا خبره د یادونې ده چې په ۱۳م اکتوبر وفاقي حکومت د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په ضد سپريم کورټ کښې د توهين عدالت درخواست جمع کړے دے۔
د وفاقي داخله وزارت لخوا د عمران خان خلاف د احتجاج او لانګ مارچ په اړه د توهين عدالت درخواست دائر کړی شوی دی.
سپريم کورټ کښې دائر درخواست کښې وفاقي حکومت دريځ خپل کړے دے چې عمران خان اسلام آباد ته د لانګ مارچ او احتجاج اعلانونه کوي، عمران خان د سپريم کورټ د احکاماتو خلاف ورزي کوي۔
نور خبرونه
ایم کیو ایم د حکومت څخه د جلا کیدلو په پلان باندې غور پیل کړې دې
د پي ټي آيي مشرې ملګري ملتونو ته د پاکستان په اړه شکایت کړې دې
پنجاب حکومت وفاقی وزیرې مریم اورنګزیب ته پولیس سټیشن ته راغوښتلو لپاره نوټس جاري کړې دې