باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف دفلسطين لخوا سيلاب ځپلو سره مرستې لپاره امدادي ټيم استولو په حقله مننه کړې ده۔
په ټوېټر يو پېغام کښې وزيراعظم شهباز شريف د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره پاکستان ته د تېز ردعمل او امدادي ټيم لېږلو د فلسطين ستاينه کړې ده او وئيلي يې دي چې مونږ به دا روحيه هيڅکله هېره نه کړو.
شهباز شريف هم په خپل ټويټ کښې د فلسطيني صدر محمود عباس مننه کړې ده.
بل لوري ته په يو بل ټويټ کې وزيراعظم ليکلي چې هغه څو ساعته وړاندې نيويارک ته راغلى چې نړۍ ته د پاکستان کيسه بيان کړي، دا د سيلابونو له امله د غم او درد د انساني تراژيدۍ کيسه ده.
هغه لیکلي چې زه به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ او دوه اړخیزو غونډو کې د پاکستان قضیه وړاندې کړم،وزیرعظم شهباز شریف اوویل چې پاکستان ته د نړۍ سمدستي پاملرنې اړتیا ده.
Deeply touched by Palestinians' gesture of sending their Rapid Response & Rescue team to help flood victims in Pakistan. It is a reflection of a strong bond of love & brotherhood we have for each other. We will never forget this gesture. Grateful to President Mahmoud Abbas. 🇵🇰 🇵🇸
— Shehbaz Sharif (@CMShehbaz) September 20, 2022
نور خبرونه
ایف آئي اے د آئي ايم ايف سره د پاکستان معاهده د ناکامه کولو هڅې په تور کښي شوکت ترین را غوښتې دې
د عمران خان له لوري ښځینه ججې ته ګواښونه، د مقدمې اوریدنه شوې، د عمران خان وکیل عدالت ته وړاندې شوې










Leave a Reply