عمران خان د فشار راوړلو لپاره په ملکی ادارو نیوکې کوي او ریاستي اداري بدناموي او په هیواد کښې ګډوډي جوړوي : جاید لطیف

0
179

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر جاويد لطيف وئيلي دي چې عمران خان دې ووايي چې ایکس وایی څوک دي؟ هغه دا پوښتنه هم کړې چې عمران خان دې اووای چې هغوی ته فون څوک کوي؟
اسلام اباد کې دخبرو په مهال جاويد لطيف وويل عمران خان ديو سوچه پلان لاندې ادارې په نخښه کوي.
جاوېد لطيف وويل چې د منصوبه بندۍ له لارې په هېواد کې د بدامنۍ د رامنځته کولو هڅه کېږي، په هره اداره د بريد هڅه کېږي، عمران خان د پاکستان سري لنکا جوړولو لپاره آئي اېم اېف ته خط ليکي، عمران خان ته ووايي چې اېکس او وایی څوک دي؟
د مسلم ليګ نون مشر جاويد لطيف هم د دې قضيې په اړه د عدالتي کمېشن جوړولو وړانديز وکړ او ويې ويل چې د عمران کوم داسې کلپ نه دې وړاندې شوي چې هغه تحريف شوې وي.
………………….
نور خبرونه

د عمران خان له لوري ښځینه ججې ته ګواښونه، د مقدمې اوریدنه شوې، د عمران خان وکیل عدالت ته وړاندې شوې

تهرپارکر کښې د جینې سره ګینګ ریپ او د جینې خودکشي، چیف جسټس ی نوټس اخستې دې

Leave a reply