تهرپارکر کښې د جینې سره ګینګ ریپ او د جینې خودکشي، چیف جسټس ی نوټس اخستې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس د تهرپارکر ضلعې ميټي ښار کښې د يوې ماشومې سره د اجتماعي جنسي تيري نه پس د خودکشۍ د خبر نوټس اخيستې دې۔
د سندهه هائي کورټ چيف جسټس ډي آئي جي ميرپور خاص او ايس ايس پي تهرپارکر د اخبار د خبر په حواله احضار کړي دي.
هائي کورټ حکم جاري کړے دے چې د مقدمې ايس ايچ او او تحقيقاتي افسر دې په 22 ستمبر د ريکارډ سره حاضر شي.
د خبر له مخې د تهرپارکر په کالوۍ سیمه کې پر یوې نجلۍ ډله ییز جنسي تېری شوی، چې وروسته پولیسو د نفوذي کسانو پر ضد له قانوني اقدام کولو ډډه او انکار وکړو.
نور خبرونه
د عمران خان له لوري ښځینه ججې ته ګواښونه، د مقدمې اوریدنه شوې، د عمران خان وکیل عدالت ته وړاندې شوې
ایف آئي اے د آئي ايم ايف سره د پاکستان معاهده د ناکامه کولو هڅې په تور کښي شوکت ترین را غوښتې دې






