ایف آئي اے د آئي ايم ايف سره د پاکستان معاهده د ناکامه کولو هڅې په تور کښي شوکت ترین را غوښتې دې

0
195

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) سناتور او د خزانې پخوانی وزیر شوکت ترین د خزانې وزیر پی ټيمور سلیم جهګړا ته د وفاق سره د همکارۍ نه کولو ویلو په اړه راغوښتي دي.

شوکت ترین ته د سپټمبر په ۲۱مه د سهار لس بجې په انکوائری کښې خپل بیان ریکارډ کولو لپاره طلب کړې شوی دی.

شوکت ترین د خېبرپښتونخوا د خزانې وزیر تیمور سلیم جهګړا ته د ټیلیفون کولو په خاطر احضار کړی شوی دی.
د ایف آی اې په نوټس کې ویل شوي چې که تاسو حاضر نه شوئ نو دا به وګڼل شي چې تاسو ته په دفاع کې د ویلو لپاره څه نشته.

ياده دي وي چي شوکت ترين تيمور جهګړا ته فون کړي وو او غوښتنه ئي کړي وه چي وفاقي حکومت ته يو خط وليکي او د بجټ اضافي پيسي واپس نه کولو غوښتنه کړي۔

شوکت ترين د خزانې وزير تيمور جهګړا ته هدايات ورکړ او ويې ويل چې په خط کې به تر ټولو لويه او لومړۍ خبره دا وي چې سېلاب د خېبرپښتونخوا بېړۍ ډوب کړې ده.
د مالیې پخواني وزیر ویلي، چې نن د دې لیک په لیکلو سره به یې یوه کاپي د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) ته واستوي، تر څو دا دوی پوهه شی چې کومې پیسې دوی ترلاسه کولې هغوي مونږ ته په لاس راشي.
……………………….
نور خبرونه

وفاقي شرعی عدالت د نرښځیانو په اړه د سینیټر مشتاق احمد او فرحت الله بابرد رخواستونه منظور کړي دي

د هند هند غوره د کرکټ لیګ فرنچایز په سوشل میډیا د سختو نیوکو سره مخ دې

Leave a reply