ایران: افغانستان کې وسلوال مقاومت د ټولشموله حکومت جوړېدلو چاره ټکنۍ کوي 

0
159

ایران: افغانستان کې وسلوال مقاومت د ټولشموله حکومت جوړېدلو چاره ټکنۍ کوي 

تېره ورځ ملګرو ملتونو ویلي وو، چې د دوی د څېړنو له مخې د ط’البانو له خوا د بندیانو د وژلو په اړه شوې ادعاوې رښتیا دي. د دفاع وزارت هم ژمنه کړې چې په دې اړه به څېړنې وکړي او که دا تورونه ثابت شي، عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

(2022 / 9 / 20    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د افغانستان په اړه په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي چې وسله وال مقاومت یا پوځي شخړې به په دغه هیواد کې د یوه جامع حکومت د جوړولو بهیر ګډوډ کړي.

له ایران څخه د رارسیدلو رپوټونو په اساس، د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کناني دغه څرګندونې په پنجشیر کې د ط’البانو له خوا د جنګي بندیانو د ویشتلو ته په اشارې سره وکړې.

نوموړي همدا راز د دوشنبې په ورځ د سنبلې په ۲۸مه وویل، چې دغه هېواد په افغانستان کې د هېڅ ډول پوځي مقاومت یا پوځي ځواک ملاتړ نه کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي هم په خپلو اختلافي څرګندونو کې په افغانستان کې د ط’البانو پر وړاندې مقاومت د امریکا پروژه بللې وه، چې وروسته لۀ خپلو خبرو پۀ شا شو او ادعا یې وکړه چې د ده خبرې سمې نه دي تعبیر شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پنجشیر کې له تېرو څو ورځو راهیسې د ط’البانو او مقاومت جبهې ترمنځ سختې جګړې روانې دي او دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

په ورته وخت کې په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې ګواکې ط’البانو اوه تنه بندیان چې لاسونه یې تړلي په ډزو ویشتلي دي.

اړوند موضوعات: 

محقق: اوس د وسلوالې مبارزې وخت تللی؛ د وسلوالې مبارزې پر ځای باید خبرې وکړل شي

Leave a reply