وفاقي شرعی عدالت د نرښځیانو په اړه د سینیټر مشتاق احمد او فرحت الله بابرد رخواستونه منظور کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي شرعي عدالت د نرښځيانو قانون خلاف د درخواستونو اورېدنه کښې د سېنېټر مشتاق احمد خان او فرحت الله بابر د خواست کولو درخواستونه منظور کړل.
په فدرالي شرعي محکمه کې د نرښځیانو د حقونو په اړه د نرښځیانو قانون خلاف درخواست اورېدنه وشوه.
عدالت د سېنېټر مشتاق احمد خان، فرحت الله بابر، الماس بوبي او نورو د خواست کولو درخواستونه منظور کړل.
عدالت ټولو اړخونو ته هدايات ورکړي چې خپل درخواستونه دې په ليکلې توګه وړاندې کړي.
درخواست کوونکي فرحت الله بابر وويل کله چې بل جوړيدو نو ټولې اسمبلۍ دغه بل منظور کړى و، کله چې بل جوړيدو په ټوله عمل کې زه شامل وم، زه عدالت ته ويل غواړم چې په دې اړه څه اعتراضونه شوي او په څه خبرې شوي دي. بلونه تصویب شول، یو قانون جوړ شو.
د سينيټر مشتاق وکيل وويل چې په سېنېټ کې يو نوى بل جمع کړل شوى دى، هيچا ته به د خپلې خوښې جنس بدلولو اجازه نه وي.
خواجه سرا ناياب د اورېدنې په مهال د نرښځيانو په استازيتوب په سوشل ميډيا بحث باندې د بنديز غوښتنه وكړه۔د فدرالي شرعي محکمې سرپرست قاضي القضات وويل، چې اصلي ستونزه د نرښځيانو د حقونو ده، څوک چې حق لري بايد ورکړل شي، اصلي موخه د ټولنې ساتنه او د حقونو ورکول دي،





