د عمران خان له لوري ښځینه ججې ته ګواښونه، د مقدمې اوریدنه شوې، د عمران خان وکیل عدالت ته وړاندې شوې

باغی ټي وي رپورټ
د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان لخوا زنانه جج ته د گواښونو په اړه د مقدمې اورېدنه کې د اسلام اباد د ترهگرۍ ضد عدالت جج ريمارکس ورکړی چې د هائي کورټ د پرېکړې نه وروستو د دوي اختيار نه جوړيږي .
اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د ښځينه ججې زېبا چوهدري د ګواښلو په تړاو د کېس اورېدنه د ترهګرۍ ضد عدالت جج راجه جواد عباس حسن وکړه.د عمران خان وکيل بابر اعوان د عدالت مخې ته حاضر شو او د ترهګرۍ د شكل ختمولو په اړه يې د اسلام اباد هائي كورټ فيصله ولوستله.
بابر اعوان اوويل چې د هائي کورټ د حکم مطابق اوس به مقدمه سيشن جج ته منتقل کوې، په دې اړه د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج وويل چې مونږ ته چالان نه دے جمع کړے شوے نو بيا به د ضمانت لپاره درخواست ورکړو۔ مونږ نه چالان ترلاسه کړی، نه د شاهد بیان او نه بل څه، نو څه باید انتقال کړو؟
قاضي راجه جواد عباس حسن وويل تر دې مهاله مونږ د ضمانت د مقدمې اوريده، د هائي کورټ د حکم نه وروستو مونږ دا اختيار نه لرو.بابر اعوان وويل چې په ٢٧م ستمبر د نورو ضمانتونو لپاره درخواستونه راغلي دي، تاسو نور حکم کولى شئ.
قاضي راجه جواد عباس حسن وويل ښه به وي چې تاسو د ضمانت درخواست واپس اخلئ، چې په ځواب کې يې وکيل بابر اعوان وويل مونږ د ضمانت درخواست واپس نه اخلو.
محکمې وویل چې ځانګړی څارنوال چیرته دی؟ عدالت د اسپيشل پراسيکيوټر رضوان عباسي تر راتلو پورې اوريدنه وځنډوله
نور خبرونه
ایف آئي اے د آئي ايم ايف سره د پاکستان معاهده د ناکامه کولو هڅې په تور کښي شوکت ترین را غوښتې دې
د هند هند غوره د کرکټ لیګ فرنچایز په سوشل میډیا د سختو نیوکو سره مخ دې






