د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي په کابل کې پرونۍ چاودنه غندلې ده

Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو ګوترېش د کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې د شپږيزې ليګ د لوبو پرمهال پرونۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
ګوترېش ويلي، په ملکي وګړو او د هغوی پر سيمو بريد د نړيوالو قوانينو پر بنسټ په جدي توګه منعه دي.
تېره ورځ (جمعه، د زمري ۷مه) مازديګر مهال د کابل کرکټ نړيوال لوبغاړي کې د شپږيزې ليګ د يوې لوبې پرمهال چاودنه رامنځته شوه چې د راپورونو له مخې په دې پېښه کې مرګژوبله هم اوښتې ده.
د کرکټ بورډ اجرايه رئيس نصيب ځدراڼ له چاودنې ساعت وروسته له لوبغالي څخه په يوه ويډيوي پيغام کې وويل، چې یاده پېښه کې ۴ نندارچيان ټپيان شوي او نور چاته پکې زيان نه دی اوښتی.
کابل کې د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ پيل شوې
انګلستانی جان ټروټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی شو
ځدران زياته کړه، سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او لوبه له يوې لنډې دمې وروسته پيل شوه. د نوموړي په وينا په دې پېښه کې لوبغاړو، کارکوونکو او مېلمنو ته زيان نه دی رسېدلی.
خو په ورته وخت کې د کابل ايمرجنسي روغتون بيا وويل چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوی او ۱۲ ټپيان ياد روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغې پېښې مسؤليت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی.





