عمران خان د خیرات پیسې د سیاست لپاره کارولو په اړه باید ځواب ورکړي: مریم اورنګزیب

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پخواني وزيراعظم عمران خان په بيان غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې ګوند ی سياست لپاره د خيرات پېسو استعمالولو په اړه بايد ځواب ورکړي.
مريم اورنګزېب وويل، چې عمران خان د هېواد اقتصاد او امنيت کمزورى کړى، پاکستان ته تر ټولو ستر ګواښ عمران خان او بهرنۍ مرستې هغه دي.
هغه وویل هغه څوک چې له امریکا څخه پیسې اخلي باید دهیواد دامنیت قراردادیان نه شي، هیواد په قدرت کې کمزوری دی، دکشمیر معامله او بهرني تمویلونکي خوشحاله دي.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري په یو بیان کښې وئيلي دي چي که چري فنډنګ ثابت شي نو د حقايقو پټولو په تور د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان خلاف کاروائي کیدلې شي.





