عمران خان امریکا سره اړیکو په ښه کولو کښې ناکامه شوې وو: د پاکستان خارجه چارو وزیر

0
193

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري د بهرنۍ تګلارې په اړه د پخواني لومړي وزیر عمران خان ادعاوې رد کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بهټو زرداري څخه چې د شنګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره تاشکند ته تللی، د یوه خبریال له خوا پوښتنه وشوه چې عمران خان په ایتلافي حکومت نیوکې کوي او وايي چې د امریکا بهرنۍ پالیسي کمزورې شوې ده، تاسو به یې ځواب څه وي؟

د خبريال د پوښتنې په ځواب کې بلاول بهټو زرداري وويل چې د عمران خان په ادعاوو کې هيڅ حقيقت نشته، هغه د خپلو خلقو لپاره د اقتصادي فرصتونو د موندلو هڅه کوي، د امريکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره کار کوي.

هغه زیاته کړه کله چې عمران خان په حکومت کې وو نو له امریکا سره یې د اړیکو جوړولو هڅه وکړه، که عمران خان د اړیکو په ښه کولو کې پاتې راغلی، نو زمونږ په دې کښې قصور او ګناه څه ده؟

Leave a reply