که د پي ټي ایی په ضد منع فنډ ثابت شی نو د عمران خان او ګوند په ضد قانوني کاروایی کیدې شي: د ټاکنو کمیشن پخواني مشر بیان

0
158

باغی ټي وي رپورټ
د ټاکنو کمیشن پخوانی سکرتر کنور دلشاد وايي، بهرنۍ مرستې او ممنوعه یعني منع فنډونه یو شان دي.

د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کې کنور دلشاد وويل چې د منع فنډ له امله د پارټۍ رجسټريشن هم منسوخ کولى شي.

کنور دلشاد زیاته کړه چې د ممنوع فنډنګ جرم ثابتیدو په صورت کې به ممنوعه فنډ ضبط شي او د ګوند نښان به هم واخیستل شي.
د اليکشن کميشن پخواني سيکرټري وئيلي دي چي که چري فنډنګ ثابت شي نو د حقايقو پټولو په تور د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان خلاف کاروائي کیدلې شي.

ياده دې وي چې تيره ورځ برطانيې ورځپاڼې فايننشل ټائمز د پي ټي آئي د بهرنۍ فنډنګ په اړه افشا کړې وه چې د خيرات نه ترلاسه شوې پيسې د پي ټي آئي په اکاونټونو کښې جمع شوې دي په داسې حال کښې چې د جنورۍ په مياشت کښې د اليکشن کميشن په جاري شوي رپورټ کښې هم دغه خبره افشا شوې وه چې ووټن کرکټ کلب د تحریک انصاف اکاونټ ته 1.2 ميليونه ډالره لیږلي وو.

Leave a reply