د پیسو ناقانونه لیږل، وزیراعظم شهباز شریف او د هغه ځوی عدالت راغوښتي دي

0
165

باغی ټي وی رپورټ
د لاهور عدالت د ايف آئي اے د مني لانډرنګ په مقدمه کښې وزيراعظم شهباز شريف او حمزه شهباز د فرد جرم لپاره راغوښتي دي.

د لاهور په خصوصي مرکزي عدالت کې د وزيراعظم شهباز شريف، حمزه شهباز او نورو په ضد د مني لانډرنګ مقدمې اورېدنه وشوه چې پکې شهباز شريف او حمزه شهباز د يوې ورځې حاضري استثنیٰ درخواست جمع کړو.
د اوريدنې په مهال د حمزه شهباز وکيل خپل ميډيکل رپورټونه عدالت ته وړاندې کړل۔

د شهباز شريف وکيل امجد پروېز ويلي، چې شهباز شريف پرون په اسلام اباد کې په رسمي غونډو کې بوخت و، تېره شپه له اسلام اباد څخه لاهور ته د راتلو لپاره تيار و، خو د خرابې هوا له امله يې د تګ مخه ونيول شوه.
د ايف آئي اے وکيل وئيلي دي چي د شهباز شريف او حمزه په حاضري استثنيٰ باندي هيڅ اعتراض نه لري۔

د ايف آئي اے پراسيکيوټر په خپلو دلائلو کښې وئيلي دي چې ملزم د ضمانت منظوريدو سره سم عدالت کښې حاضريدل بند کړل ولې د ملزم ملک مقصود د مرګ سند جمع کړے شوے او د ملزم د مرګ تصديق شوې دې۔
د اوريدنې په مهال ايف آئي اے د ملزم سليمان شهباز د جائيدادونو ريكارډ وړاندې كړو۔وروستو عدالت شهباز شريف او حمزه شهباز په راتلونکې اوريدنه کې د فرد جرم لپاره طلب کړل او اوريدنه يې تر 7م ستمبر پورې وځنډوله.

Leave a reply