د پاکستان وزیرداخله د نوي ټاکنو په اړه غبرګون ښودلې

0
183

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناءالله د عامو انتخاباتو په اړه د شيخ رشيد په بيان غبرګون ښودلی دی.

خپل يو بيان کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې پي ټي آئي دې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلي ماته کړي او د قامي اسمبلۍ غړیو څخه هم استعفيٰ قبولې او منظورې کړي نو هغه باور ورکوي چې په ملک کښې به ضمني انتخابات نه بلکې عام انتخابات کيږي.

تيره ورځ شيخ رشيد دعوه کړې وه چې ملک کښې د ضمني انتخاباتو نه علاوه د نوي انتخاباتو په اړه معاملې بشپړه شوي دي.
هغه ویلی وو چې ولس به ډېر زر د ټاکنو د نېټې پرېکړه واوري، د ټاکنو نوی کمیشن، سرپرست حکومت او په قرنطین کښې کسان هم ټاکنو ته راضي شوي خو یوازې مولانا فضل الرحمن پاتې دی.

Leave a reply