ستمبر کښې د پاکستان او هند د وزیراعظم د لیدنې پلان نشته، د پاکستان وزیرخارجه

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو زرداري څرګنده کړې ده چې د ستمبر په میاشت کې د پاکستان او هند د وزیراعظم ترمننځ د کتنې کوم پلان نشته.
بلاول بوټو زرداري په تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته وینا وکړه او د غونډې په څنډه کې یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم خبرې وکړې.
په دې موقع بلاول بهټو وويل هند زمونږ گاونډي هيواد دى، تاسو ډير څيزونه غوره کولى شئ خو گاونډي نه، مونږ بايد د گاونډي سره د ژوند کولو عادت وگرځوو.
هغه وویل چې له هند سره رغنده خبرې اترې د ۲۰۱۹ کال له اګست میاشتې وروسته ستونزمنې شوې او د هندي سیاستوالو اسلاموفوبیک بیانونه خبرې اترې ستونزمنوي.
بلاول بهټو وويل پاکستان او هند دواړه د شانګهای همکارۍ سازمان برخه دي، دواړه هېوادونه يوازې د شانګهای همکارۍ سازمان د پراخ بنسټه فعاليتونو په چوکاټ کې بوخت دي، خو له هند سره د کومې دوه اړخيزې غونډې پلان نشته.
هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې د خپلو خلقو لپاره اقتصادي فرصتونه ومومي، دوی د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي.





