کابل کې د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ پيل شوې

د افغانستان پلازمېنې کابل کې د کورني کرکټ ترټولو لويې شپږيزه سيالۍ نن رسماً پيل شوې.
د شپږيزې کرکټ سياليو کې سږ کال اته لوبډلې شاملې دي او لومړنۍ لوبه نن د کابل بازانو او بند امیر لوبډلې ترمنځ ده.
د لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګوربز وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.
کابل بازانو لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډله په ۱۲۰ منډو وسوځوله.
فرمان الله ۳۲، نوید عبید ۲۷ او عرفان ساپي ۲۴ منډې د بند امیر لپاره وکړې.
د کابل بازانو له لوري عظمت الله عمرزي ۳، قیس احمد، حسیب الله او خلیل ګوربز۲،۲ لوبغاړي وسوځول.
کرکټ بورډ وايي په سږني کال شپږيزې سياليو کې پنځه بهرني لوبغاړي هم لوبېږي.
شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان د کرکټ هغه لويې کورنۍ سيالۍ دي چې په کال کې يو ځل د کورنيو او بهرنيو لوبغاړو په ګډون سره په کابل کې ترسره کېږي.






