انګلستانی جان ټروټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی شو

0
51

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل يوه تازه اقدام کې د انګلستان هېواد پخوانی او تجربه لرونکی توپ وهونکی جان ټروټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په توګه ګمارلی دی.

کرکټ بورډ تېره ورځ په يوې خبرپاڼه کې وويل چې ټروټ به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د ايرلنډ هېواد سره په راتلونکو لوبو کې يوځای شي.

تمه ده چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روان زېږديز کال په اګست مياشت کې له ايرلنډ هېواد سره پنځه شل اوريزې لوبې وکړي.

له دې مخکې بل انګلستانی توپ وهونکی ګراهام تورپ د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی ؤ.

۴۱ کلن ټروټ اصلاً په سويلي افريقا کې زېږېدلی او د انګلستان هېواد لپاره يې کرکټ کړی دی.

هغه له دې وړاندې د انګلستان لپاره د روزونکي او د سکاټلنډ لپاره د سلاکار په توګه دندې ترسره کړي.

ټروټ په خپل لوبيز ژوند کې د انګلستان لپاره ۵۲ ټېسټ، ۶۸ پنځوس اوريزې او ۷ شل اوريزې لوبې کړې دي.

Leave a reply