د انارو د تاريخچې او ځانګړنو په اړه په زړه پورې مالومات
انار چې په انګرېزي کې ورته Pomegranateاو په سوچه پښتو کې ورته نرګسي هم وايي سور رنګه او مزه ناکه مېوه ده چې د ونو لوړوالی معمولا يې د ۵-۸ مترونو پورې رسیږي. داسې ويل کېږي چې انار د هند لخوا نورې نړۍ ته ورپېژندل شوی، خو د نړۍ تر ټولو غوره انارو کې د افغانستان نوم په سر کې يادېږي. په قفقاز کې له پخوا څخه د دې نبات کرکېله دوام لري.
په افغانستان، هند، بنګله دېش، عراق، مصر، چین، برما، سعودي عربستان، اسرایل، اندونیزیا، سویلي اروپا او افریقا کی په لوړه کچه کرل کیږي. لاتین امریکا او کالیفورنیا ته د هسپانوي مهاجرنیو په واسطه په ۱۷۶۹ کال کې یوړل شول او دا مهال په کالیفرنیا او اریزونا کې په لوړه کچه کرل کیږي.
انار سور رنګه، ښکلې او مزه ناکه مېوه ده چې د انتي اکسايدونو، پتاشيم، او ويټامين A, C, E او اسيدفوليکو مهمه سرچينه ګڼل کېږي.
۱- هغه کسان چې د سوړ طبعيت خاوندان دي، وروسته د انار د خوراک څخه دې لږ زنجفيل د نباتو سره نوش جان کړي.
۲- هغه کسان چې د معدې زخم لري، تروش انار دې د خپلو مېو د ټوکرۍ څخه لرې کړي.
۳- انار د کمخونۍ لپاره ګټور بلل کېږي.
۴- تروش انار جنسي قوت کموي.
۵- انار د تندې ضد او ادرار آوره دي.
۶- که وروسته له ډوډۍ څخه انار وخوړل شي نو څېره به مو ښکلې او خواړه به په اسانۍ سره هضم شي.
۷- هغه کسان چې ډنګر دي، انار ورته خورا ګټور دي، البته تورشه انار.
۸- هغه کسان چې زېړی لري، د انارو خوراک ورته ګټور ګڼل کېږي.
ژباړه: محمد عزيز پردېس