د پاکستان اولس ستونزو څخه خبر یو، په لوډشیډنګ به زر قابو راولو: وزیراعظم شهباز شریف

0
82

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي د لوډشيډنګ قابو کول زمونږ ذمه واري ده او مونږ په دي حقله هڅې کوو چې د اولس دا ستونزې هوارې کړو او عام اولس ته اسانتیاوې برابرې کړو.

د لوډشيډنګ په اړه يوې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم وويل په نړيوال مارکيټ کې د تيلو او ګازو بيې په لوړه کچه دي، پخواني حکومت د ارزانه ګيس د اخيستلو موقع له لاسه ورکړه او مونږ د ګران بيه ګيس اخستلو څخه ډډه وکړه په داسې حال کې چې قطر سره تړونونه لاسليک شوي وو. پخواني حکومت دا تورونه ولګول.

ده ووئيل چې تېر حكومت د برېښنا بندونه ترميم نه كړل، د لوډشيډنګ كنټرول زمونږ ذمه واري وه او ولس د لوډشيډنګ نه خلاصون لپاره کوټلې هڅې كوي۔

وزيراعظم ووئيل په هېواد كښې د لوډشيډنګ د كنټرول لپاره ښې پایلې مخې ته راغلې دي نوموړي اوویل چې د ولس له ستونزو څخه خبر یو او حالات به ډیر زیر قابو کړو.
نور خبرونه هم اوګورې

عمران خان د حمزه شهباز په اړه لویه پریکړه کړې ده

د پاکستان وزیرخارجه په عمران خان نیوکې کړي

عمران خان د توشه خانې درې ساعتونو په پلورلو ۳۶ ميليونه روپۍ ګټلې دي.

Leave a reply