د هند ستره محکمه: نوپور شرما دې د خپلو جنجالي څرګندونو له امله بښنه وغواړي

0
172

د هند سترې محکمې د هند حاکم ګوند (بهاراتيا جاناتا) د مخکينۍ وياندې د وروستيو څرګندونو په اړه چې د اسلام مقدس دين ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) په اړه يې کړي، تنده نيوکه وکړه. د دغه هېواد محکمې ويلي چې يادو څرګندونو په ياد هېواد کې تاوتريخوالي ته لمن وهلې ده.

څه موده وړاندې د ياد ګوند مخکينۍ وياندې نوپور شرما په يوې ټلويزوني خپرونه کې د اسلام مقدس دين ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) په اړه جنجالي څرګندونې وکړې چې د هند د مسلمانانو په ګډون يې د اسلامي هېوادونو جدي غبرګونونه راوپارول.

که څه هم د دغو څرګندونو له امله په یاد ګوند کې د آغلې شرما غړيتوب وځنډېده خو د هند سترې محمکې ويلي آغلې شرما دې په ټلويزون څرګنده شي او بښنه دې وغواړي.

د شرما وکيل محکمې ته ويلي چې هغې بښنه غوښتې او خپلې څرګندونې يې بېرته اخيستي دي، خو د یادې محکمې قاضيان بيا وايي چې هغې ډېر وروسته خپلې خبرې بېرته واخيستې.

عربستان، قطر او ايران هغه مسلمان هېوادونه دي چې دغه څرګندونې يې محکوم کړي او د بښنې غوښتنه يې کړې ده.

د څېړونکو په وينا ګوندي غبرګون به دې موضوع ته بسنه ونکړي، ځکه چې دغه کورنۍ مسئله اوس په يو نړيوال بحث باندې اوښتې ده.

۳۷ کلنه نوپور شرما د بي جي پي ګوند له وياندويانو وه چې د رسنيو ترمنځ يې خورا شهرت لره او تل به يې ټلويزوني بحثونو کې برخه اخيسته.

Leave a reply