ایم کیو ایم فاروق ستار ته مهمه بلنه ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
ایم کیو ایم پاکستان ډاکټر فاروق ستار ته بلنه ورکړې چې ګوند ته ورشي.
دسرچينو ترمخه دډاکټر فاروق ستار اؤ ايم کيو ايم پاکستان ترمينځ رابطې زور اخستې اؤ په دغه لړ کې ډاکټر خالد مقبول صديقي نن دفاروق ستار کور ته رسيدلى دى.
سرچينې وائي دډاکټر فاروق ستار او د ايم کيو ايم پاکستان ترمينځ نن په خبرو کې د مثبت پرمختګ هيله کيږي.
سرچینې زیاته کړې چې ایم کیو ایم پاکستان فاروق ستار ته وړاندیز کړی چې ګوند ته ورشي او د پتنګ په حلقه این اے ۲۴۵ ضمني انتخاباتو کې برخه واخلي.
دسرچينو ترمخه دډاکټر فاروق ستار ددغه وړانديز په ځواب کې وئيلي چې که چرې ګوند ته واپس راغلى نو د اين اے 245 سيټ څخه به استعفى ورکړي.