عمران خان د توشه خانې درې ساعتونو په پلورلو ۳۶ ميليونه روپۍ ګټلې دي.

0
185

باغی ټي وي رپورټ
د پخواني وزیراعظم عمران خان یو بل نوې سکینډل مخې ته راغلی دی.

د هغو ساعتونو سربیره چې مخکې په رسنیو کې راپور شوي وو چې عمران خان ډالۍ په ارزان نرخ خرڅې کړې وې،وس ی یو بل سکینډل عمران خان درې نور ساعتونه وپلورل او د خپل حکومت له تعدیلاتو څخه په ګټې اخیستنې یې د ساعتونو ارزښت ټیټ کړو او د دې ټیټ ارزښت څخه 20٪ یې ملي خزانې کې جمع کړل.
د راپورونو له مخې، عمران خان دغه ساعتونه له خپل جیب نه د پاکستان له حکومته نه دي اخیستي، خو دغه ساعتونه لومړی په ازاد بازار کې پلورل شوي او وروسته د دې ساعتونو له خرڅلاو څخه ۲۰ سلنه عاید ملي خزانې ته جمع شوی دی.

دغه درې ساعتونه چې ارزښت يې ۱۵۴ ميليونه روپۍ وو، د منځني ختيځ د يوه نامتو غړي، د خليج جزیرې د شاهي کورنۍ د غړي د يوه معزز شخص له خوا د پاکستان لومړي وزير ته په ډالۍ کښې ورکړل شوې وې .
د تفصيلاتو ترمخه پخواني وزيراعظم عمران خان په اسلام آباد کښې د يو واچ ډيلر ته د ۱۵۴ ميليونه روپو په ارزښت درې قيمتي ساعتونه خرڅ کړل او ۳۶ ميليونه روپۍ يې ګټلې دي.

د نیوز خبریال قاسم عباسي په وینا، د رسمي پلټنو جزییات ښيي چې عمران خان له دغو دریو نایاب ساعتو څخه په ملیونونو روپۍ ګټلې دي.شته اسناد او د خرڅلاو رسیدونه ښيي چې عمران خان د دې پر ځای چې له خزانې څخه ډالۍ شوي نایابه ساعتونه په خپلو منابعو وپلورل شي، لومړی یې هغه درې ساعتونه وپلورل او بیا یې د هر یوه ۲۰ سلنه د دولت په خزانه کې جمع کړل، چې ظاهراً دغه ډالۍ ښایی په توشه خانه کښې نه دي جمع کړې شوي.
نور خبرونه هم اوګورې

په موبایلونو ټیکس ولګیدل، په معاش اخستونکي وګړو وباندې هم نوې مالیه ولګیده

د پاکستان قامي اسمبلۍ د راتلونکي مالي کال بودیجه او مالي قانون منظور کړو

Leave a reply