عمران خان د حمزه شهباز په اړه لویه پریکړه کړې ده

0
98

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم عمران خان د جولائي تر ١٧مې نېټې پورې د پنجاب د سرپرست وزيراعلي په توګه د حمزه شهباز د منلو اتفاق کړی دی.

د پنجاب د وزيراعلي د انتخاب په اړه د لاهور هائي کورټ د فيصلې په ضد سپريم کورټ کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د درخواست اورېدنه د سپريم کورټ لاهور رجسټري کښې روانه ده۔
د اورېدنې په مهال سپریم کورټ دوه اختیارونه ورکړي چې په دوه ورځو کې د پنجاب د وزیر اعلی ټاکنه یا حمزه شهباز د جولای تر ۱۷مې پورې وزیر اعلی پاتې شي.

چيف جسټس آف پاکستان وويل دا دوه آپشنونه دي چې يا به حمزه وزيراعلي مني او يا به په ټاکلي وخت بيا ټاکنې کيږي، بيا به راروان اپ نه کيږي او مونږ به دغه احکامات جاري کړو.

د اورېدنې د وقفې په مهال د پي ټي آئي قانوني ټيم د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان ته د هغه نظر غوښتلو او د اورېدنې په اړه بريفنګ ورکړو۔

سپريم کورټ کښې چې کله سماعت شروع شو نو د پي ټي آئي وکيل بابر اعوان عدالت ته اوويل چې د عمران خان سره په دې معامله خبرې شوي دي، عمران خان وئيلي دي چې د ملک د ادارو احترام کوي۔

بابر اعوان زیاته کړه چې عمران خان د جولای تر ۱۷مې پورې حمزه شهباز د سرپرست اعلی وزیر په توګه منلی خو عمران خان ویلي چې آی جی پولیس دې قانون تعقیب کړي، عمران خان ویلي چې د پنجاب الیکشن کمشنر او چیف سیکرټري دې قانون تعقیب کړي.د عمران خان وینا ده چې په هغو حوزو کښې به مالي فنډونه ونه کارول شي چې له هغې څخه ټاکنې کیږي.

Leave a reply