د انسان پر ژوند د رنګونو اغېز

0
53

رنګونه کولی شي د انسانانو پر ژوند ژور اغېز ولري او زمونږ پر رواني او روحي حالاتو خپل تاثير پرېږدي. په دې مطلب کې مو هڅه کړې چې د ځينو رنګونو تحليل او شننه وکړو، له مونږ سره واوسئ.

سور Red

سور رنګ د اور يوه برخه ده. د اعصابو او وينې محرک او د ادرنالينو د ازادېدلو، د وينې د فعالېدلو او بدن ته د سکون وربښلو لامل کېږي. دا رنګ تاسو سره مرسته کوي چې په ستړيا، تشويش او بې حالۍ غلبه وکړئ. که شاوخوا ته مو دا رنګ شتون ولري، نو ټپونه به مو ژر ورغېږي.

سور رنګ تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د سردرد زوروونکي شر څخه خلاص شئ (د دې کار لپاره مو د سترګو مخ ته يوه سره رنګ لرونکې ټوټه ونيسئ). سور رنګ تر يو حده د وينې فشار د لوړوالي لامل ګرځي. په هرصورت تل په ټولو څيزونو کې اعتدال مراعت کړئ.  سور رنګه خوراکي توکي وخورئ، لکه: الوبالو، سره توتان، سره الو، سره مرچ …

نارنجي Orange

نارنجي رنګ د ششونو، معدې او طحال د غښتلتيا باعث کېږي. په تاسو کې د سلامتي حس رامنځته کوي. نارنجي رنګ محرک او ګرم دی. همدارنګه دا رنګ د آسم (يو ډول ناروغي ده) او اشهتا د ښه کېدو لپاره غوره بلل کېږي.

نارنجي رنګه مېوې او خواړه وخورئ: زردالو، نارنج، نارنجي مرچ…

بنفشViolet

بنفش رنګ اراموونکی خاصيت لري. د اعصابو لپاره ګټور او په ځانګړي ډول د عصبي لرونکو کسانو لپاره توصيه کېږي. دا رنګ د معنوي اموراتو، د شپږم حس د فعالولو او د ذهني وړتیاو لپاره هم اغېزناک بلل کېږي.

د روحي او عصبي ناروغيو، روماتيزم، مغزې ضربې، د کليې او مثانې ناروغيو لپاره بنفش رنګ ګټور دی.

بنفس رنګ لرونکي خواړه وخورئ: بادنجان، بنفش رنګ لرونکي انګور، بنفش رنګ لرونکي کرم…

ژېړ Yellow

ژېړ رنګ د بدن د عصبي ساختمان لپاره مثبت رنګ دی، چې د هوش د هڅونې لامل کېږي او په درسي ټولګيو او يا هر هغه ځای چې د خبرو اترو لپاره وي؛ وړ دی. د ژېړ او نارنجي رنګونو ته په کتلو سره مو روحيه پياوړې کېږي. دا رنګونه د لمر د وړانګو په څېر د انسان بدن ته اړين دي.

ژېړ رنګ د کبد د اضافي موادو په لرې کولو او د کولمو په پاکولو کې مرسته کوي او د پوستکي لپاره هم ګټور بلل کېږي. ژېړ رنګ د عصبي، ستړيا، هاضمې سيستم، د پوستکي د ستونزو او د کبد د ناروغيو د مخنيوي لپاره وړ بلل شوی.

ژېړ رنګه خوارکي توکي وخورئ: ليمو، کيله، اناناس، ژېړ مرچ…

زرغون (شين) Green

د طبيعت او سکون رنګ دی او په غريزوي توګه انسان ته سکون او ارامښت ورکوي. شين رنګ د پسرلي په پيل کې د نوي، اغېزمن او روښانه ژوند زېری مونږ ته راکوي.

په همدې توګه، شين رنګ د وينې فشار او پر زړه مثبت اغېز لري او د سردرد تسکينوونکی بلل کېږي. مخکې له دې چې فکر وکړئ، نو دا رنګ مو اراموي.

زرغون رنګه خوراکي توکي وخورئ: کرم، سابه، شنه مرچ، بادرنګ…

ګلابيPink

ګلابی رنګ په ماشومانو کې د نوښتيزو کړنو وړتيا لوړوي او په لويانو کې د لنډمهال لپاره د غوسې او عصابنيت مخنيوی کوي. که تاسو په ګلابي رنګه خوب ځای ځان ته غوره کړئ، نو ستاسو د کم خوبۍ سره مرسته کولی شي.

ګلابي رنګه خواړه وخورئ: روميان، هنداوڼې…

آبي Blue

آبي رنګ سکون بښونکی دی. د تبه لرونکو ناروغيو د مخنيوي لپاره ګټور رنګ دی.

د روان پېژندنې له اړخ نه د فکري ارامښت لامل کېږي.

آبي رنګ د ستوني درد، عضلي ستونزو، سردرد او د بې خوبۍ لپاره اغېزمن بلل کېږي. آبي رنګه خوراکي توکي وخورئ: آبي الوبالو. انګور، شاه توت…

ژباړه: محمد عزیز پردېس

سرچينه:  Online Life

Leave a reply