عمران خان د شهباز شریف په حکومت نیوکې کړي دي

0
189

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د شهباز شریف په حکومت نیوکې کړي او ویلي ی دي چې حکومت په دوه مياشتو کښې دومره ګراني رواستلې چې زمونږ حکومت په دريو کالو کښې هومره قيمتونه نه وو زيات کړي .
د لاهور په مختلفو سيمو کښې کارکنانو ته په وینا کښې عمران خان اوويل چې د امپائرانو په اتحاد کولو سره ئي انتخابات ګټلے دے، امپائران ورسره دي، پيسې هم چلېدې، خان اوویل چې په اليکشن کميشن مو باور نه نشته او بیا هم دوی له ماتې ورکوو.
عمران خان وویل که پولیس غلط کړي نو خلک به ټول عمر آی جی پنجاب ته ګوتې نیسي. هغه وويل چې په هېواد کې لويې لوټماران مسلط شوي، مشرف د ټولو غلاوې معاف کړې وې او اين آر او يې ورکړې وه، هغه اوویل چې کله چې ددوی احتساب پیل شي نو تښتي، اول ی چې کله احتساب پیل شو نو دواړه سعودي ته و تښتیدل. خان اوویل چې کله چې احتساب پیل شو نو نواز شریف، د هغه ځوی او زوی یې هم بهر ته وتښتېدل ، خان اوویل چې دیرش کاله یې په هېواد دوه کورنیو حکومت وکړ او دا هیواد ی لوټ کړې دې.

عمران خان اوویل چې که پولیس غلط کوی نو ټول خلق به ټول عمر آئي جی پنجاب ته ګوتې نیسي، ، لوټې ، یعني هغه د پی ټي آی مشران چې منحرف شوي بد خپلې حلقې د خلکو د ضمیر په خرڅولو سره د خلکو سپکاوی کوي، عمران خان اوویل چې دوی له به هم ماتې ورکوو.
نور خبرونه

د پاکستان په دفاع او سلامتیا به هیڅ کومه جوړ جاړې و نه کړو: وزیراعظم شهباز شریف

سندهه کښې بلدیاتي ټاکنې، پیپلز پارټي بریالۍ شوې

Leave a reply